د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنره وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو روان دی . عالي کمیشنرې میرمن ناوي پیلي پر افغان حکومت غږ کړي چې د تیرو دوولسو کلونو کې هغه لاسته راوړنې چې د بشري حقونو په برخه کې یې لرلي، د خوندیتوب لپاره یې اقدامات ترسره کړي او ضعیت له خرابېدو وژغوري
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې میرمن ناوي پیلي چې په لومړي سفر افغانستان ته تللې وايي، لا هم د افغانستان په زندانونو کې شکنجه وجود لري،او ددې کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی دا اندیښمنه کړې ده. همداشان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منعې قانون سم نه پلی کیږي او د بشري حقونو په کمیسیون کې وروستۍ ټاکنې غیری مسلکي شوي دي.
مېرمن پیلي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي يوناما په دفتر کې خبریالانو سره خبرې کولې، وویل دا ځکه افغانستان ته تللې چې هلته د بشري حقونو وضعیت وڅیړي.
مېرمن پیلي وویل: " زه اندېښمنه یم چې بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی، بشري حقونه په خطر کې دي او د انتقال له بهیر سره په وضعیت کې شاتګ شوی دی."
هغې وویل د خپل سفر په مهال یې له جمهور رئیس حامد کرزي، د کابېنې له امنیتي وزیرانو او د سترې محکمې له چارواکو سره کتلي او افغان چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې د بشري حقونو لاسته راوړنې به حفظ کیږي، هغې وویل اوس وخت د عمل دی.
هغې خبریالانو ته په زندانونو کې د شکنجې په تړاوو اندېښنه وښوده وې ویل که څه هم د شکنجې په خلاف د جمهور رئیس کرزي دریځ او ویناووې ستايي خو هیڅ داسې یو مسؤل چې د شکنجې مرتکب شوی وي ندي مجاز شوی او نه هم عدلي تعقیب لاندې نیول شوی دی.
د ملګرو ملتونو دغې لوړ پوړې مامورې په ۲۰۱۴ کال کې سیاسي انتقال، ټاکنې او د نړیوالو ځواکونو وتل په بشري حقونو تاثیر غورځونکي لاملونه وګڼل.
مېرمن پیلي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو د منعې د قانون نه تطبیق کیدل داسې لامل وګڼه چې د ښځو حقوق خوندیتوب ته پام نه کیږي هغې وویل دا قانون باید تطبیق شي او هغه کسان چې د ښځو حقوق نقض کوي عدلي تعقیب ولري.
مېرمن پیلي د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې د غړو وروستۍ ټاکنې ددغه کمیسیون تضعیف وګاڼه وې ویل کوم غړي چې دغه کمیسیون ته غوره شوي، د بشري حقونو په برخه کې تجربه او زده کړې نه لري او خپلواک هم نه دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو لپاره عمومي مشرې فومزیلي مالبو نګکوکا په یوې خپرې کړې بیانیه کې په افغانستان کې د ښځو د هدفي وژنو په تړاوو اندېښنې ښودلي او د عدالت غوښتنه ېې کړې ده.
پدغه بیان کې د هلمند په ولایت کېدپولیسو دښځینه افسرې میرمن نګار وژنه غندل شوې ده او ترڅنګ یې د پکتیکا په ولایت کې د هندۍ لیکوالې سوشمیتا بنرجي وژنه هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې ډېره ېد څرګنده بیلکه ګڼلې ده.
پدغه بیان کې د افغانستان دښځو چارو د وزارت له قوله ویل شوي چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو په موده کې په افغانستان کې له څلور زرو نه زیاتې له ښځو او انجونو سره د تاوتریخوالو پېښې ثبتې شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د داسې هدفي وژنو باید مخه ونیول شي او افغان حکومت دې د ښځو امنیت او حقوق تضمین کړي