د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، تر دې مهاله یو ملیونو نهه سوه او اووه شپېته زره افغانانو د راتلونکي کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د برخې اخېستو په هدف د رايې ورکونې نوي کارتونه اخېستي دي.
په ټاکنو کې د نېږدې دوو ملیونو رايي ورکوونکو د کارت اخېستنې په منځ کې یو دېرش فیصده مېرمنې هم شاملې دي، شپږ سوه او دوولس زرو مېرمنو د ټاکنو لپاره کارتونه اخېستي دي، ددې ترڅنګ اوولس زره کوچیانو هم د راتلونکو ټاکنو لپاره د رايو کارتونه ترلاسه کړي دي.
د رايي ورکوونکو د نوم لېکنې او د ټاکنو د کارتونو د اخېستو لړۍ چې ددې لمریز کال د جوزا په میاشت کې یې لومړۍ مرحله پیل شوې وه او دا مهال دا لړۍ په دوهمه مرحله کې ده، په پام کې وه چې د میزان تر څلورمې نېټې پای ته ورسیږي خو د ټاکنو د کمیسیون د چارواکو په ويناء د ټاکنو د رايي ورکوونکو د نوم لېکنې لړۍ د پنځه څلوېښتو ورځو لپاره تمدید شوې ده.
د ټاکنو د کمیسیون د چارواکو په ویناء په دغه تمدیدي دوره کې به لا زیات خلک د رايو کارتونه ترلاسه کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د رايي ورکونکو د کارت اخېستلو دوهمه لړۍ بې له کوم امنیتي مشکله په ښه شکل روانه ده.
د کارت اخېستو مراکز
د ټاکنو د کارت اخېستو ۳۹۹ مراکز په ټول افغانستان کې وجود لري، له دغه شمېر ۳۹۳ یې پرانستې او عملا خلک پکې کارتونه ترلاسه کوي، خو شپږ بیا تړلي دي.
شپږ هغه مراکز چې د ولسوالیو په مرکزونو کې تړلي دي، لامل یې نا امني او د حکومت د کنټرول نه شتون دی، د هلمند باغران او دیشو، د غزني ناوه، د زابل کاکړ او د نورستان د کامدېش هغه ولسوالۍ دي چې نا امني پکې ده او د ټاکنو کمیسیون ندی توانېدلی دغلته د رايي ورکولو د کارتونو مراکز پرانیزي.
د ټاکنو د کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وايي، شپږمه ولسوالۍ الاسای وه خو اوس تیاري لري چې مرکز پکې پرانیزي.
ښاغلی هوتکي وايي :
"د کاپیسا ولایت د الاسای ولسوالۍ ته د ټاکنو مواد انتقال په حال کې دي، دا چې دا ولسوالۍ د حکومت په کنټرول کې نه وه، پدې وروستیو کې دا ولسوالۍ د حکومت په کنټرول کې راغلې ده."
د مراکزو زیاتول
پدې وروستیو کې رايي ورکوونکو د ټاکنو له کمیسیون په اعتراضیه غونډو او له نورو لارو غوښتي چې د نوم لېکنې مراکز دې زیات کړي خو د ټاکنو د کمیسیون مرستیال ښاغلی هوتکي وايي، دا چې د کارت اخېستلو د مراکزو زیاتولو تقاضاوې ترې زیاتې شوي نو دوی هم پتېیلې چې شپږ شپتې نور مراکز هم په موجوده مراکزو کې زیات کړي.
ښاغلي هوتکي له مدني ټولنو، سیاسي احزاب او رسنیو وغوښتل چې خلک په ټاکنو کې برخه اخېستو ته وهڅوي.
د ټاکنو څارونکي وايي د دوو ملیونو تازه رايي ورکوونکو د نوم لېکنې دا بهیر جوتوي چې خلک غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي.
د نړیوالې ډیموکراسۍ په نوم یوه امریکايي اداره چې په افغانستان کې د ټاکنو اړونده فعالیتونه پرمخ وړي په وروستۍ سروې کې ښودلې چې ۷۶ په سلو کې افغانان لیواله دي ترڅو په ټاکنو کې برخه واخلي، دې ادارې د ټاکنو له کمیسیون او امنیتي ارګانونو غوښتي چې خلک ته زمېنې برابرې کړي.