د لاس رسي وړ اتصالات

په بغلان کې د واده په مراسمو کې چاودنه شوی


Baghlan map
Baghlan map
د مرکزي بغلان د کندهاریانو په کلي کې د جمعې په شپه د واده په مراسمو کې چاودنه وشوه، چې نهه تنه ملکي وګړي په کې ټپيان شول.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابر وايي چې په چاودنه کې نهه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې د دوه تنو صحي وضعه يې د انديښنې وړ ده، چې په کندوز کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته انتقال شول.

نوموړی وايي چې په واده کې دولتي چارواکو ګډون نه درلوده خو چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د کلي ځوانانو اتڼ پیل کړ.

پښتانه ځوانان اکثر په ملي ورځو او د دودونو په مراسمو کې اتڼ کوي.

یو قومي مشر میرعالم الکوزی چې د واده په دغو مراسمو کې په چاودنه کې ټپي شوی اشنا راډیو ته يې وویل چې په واده کې هیڅ دولتي چارواکي ګډون نه درلوده، خو کیدای شي د ځینو قومي مشرانو د وژلو په موخه دغه بم ځای پر ځای شوی و.

د مرکزي بغلان ولسوال وايي چې تراوسه پورې د چاودنې په تور څوک نه دي نیول شوي، خو کوشش کوي چې عاملین يې پیدا کړي.

په افغانستان کې د دولت له مخالفو وسله والو پرته بل څوک بمونه نه شي جوړولای، طالبان هم په جوماتونو، ودونو او جنازو کې د چاودنو پړه پر غاړه نه اخلي. او ددغې پیښې په اړه هم تر اوسه هیڅ وسله والې ډلې مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG