د لاس رسي وړ اتصالات

ګراهم:له بګرامه د ۸۸ بندیانو خوشې کول اړېکې خرابوي


په کابل کې د امریکایي سناتورانو خبرې غونډه
په کابل کې د امریکایي سناتورانو خبرې غونډه
امریکايي سناتور لینزي ګراهم وايي،که د بګرام هغه ۸۸ زندانیان چې ددې زندان په اړه موظفې افغان کمېټې یې د خوشې کولو په هکله ویلي، خوشې شي نو د امریکا او افغانستان اړېکې به ترېنګلې کړي.

سناتور ګراهم نن پنجشنبه د امریکا په سفارت کې له نورو امریکايي سناتورانو جان مکین او جان برسو سره یو ځای خبریالانو ته وویل، دا ۸۸ زندانیان چې دا مهال د پروان په زندان کې پراته دي، مجرمین دي او د شپېتو ائتلافي سرتیرو په وژلو کې لاس لري.

سناتور ګراهم وویل، امریکا د دوی په اړوند پوره شواهد لري او د افغان امنیتي سرتیرو په وژنو کې یې هم لاس درلود.

هغه وویل که دوی خوشې شي نو په کانګرس کې به جدي بحث راپورته کړي، او په عواقبو به یې افغانان ډېر خواشيني شي.

سناتور لینزي ګراهم چې د جنوبي کارولینا ایالت سناتور دی وايي، د بګرام د زندانیانو د دوسیو د څېړلو کمېټې ٥٦٧ زندانیان پرته له دې چې محاکمه شي خوشې کړي دي.

سناتور ګراهم ددې غوښتنه وکړه چې دا زندانیان دې د افغان قضايي قووې له خوا تر محاکمې لاندې ونیول شي او یوه کمېټه دې پریکړه کوونکې نه وي.

سناتور لینزي ګراهم وویل: «‬که دا خوشې کول وشي، دا به د تړون ماتول وي، دا به د قانون د تطبیق خلاف وي، دا به شا تګ ته لوی ګام وي، او دا به د امریکا او افغانستان د خلکو په راتلونکو اړیکو ډېره منفي اغیزه ولري.‪"‬

د بګرام د زندانیانو د دوسیو د څېړلو کمېټه د جمهور رئيس حامد کرزي په فرمان جوړه شوې ده او څو ورځې وړاندې یې وویل چې د ۷۶۴ زندانیانو دوسیې یې څېړلي او د ۶۵۰ تنو د خوشې کولو حکم یې کړی دی.

امنیتي تړون
د درې واړو سناتورانو دا سفر له دې اړخه هم مهم ګڼل کیږي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون د ژر لاسلیک کولو مسئله لا هم توده ده.

امریکايي سناتور جان مکین چې په امریکا کې پېژندل شوی سناتور دی وايي، له جمهور رئيس حامد کرزي سره د غرمنۍ په اوږدې کتنه کې دا ورته معلومه شوي چې دا تړون به ژر لاسلیک شي.

ژر، خو لا هم کره نېټه نشته چې کله؟ له جان مکین و پوښتل شول چې ایا په ورځو او اونیو کې؟ هغه وویل، هو په ورځو او اونیو کې، بلکل.

مکین وايي، د امنیتي تړون په سر اختلافات را کم شوي دي. « ‬زه باور لرم چې دا اختلافات خورا کم شوي دي، او مونږ جمهور رئیس کرزي ته د امنیتي تړون په تړاو د وخت د حساسیتونه واضح کړي دي او هغه اوس پدې ښه پوهیږي.‪"‬

په کابل کې د امریکایي سناتورانو خبري غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:28 0:00
د جمهور رئيس د سولې د راوستو په غوښتنه کې امریکا له پخوا ژمنه وه، او که دا تړون ژر لاسلیک شي نو طالبان به و پوهیږي چې امریکا له افغانستان سره اوږده ملګرتیا پالي نو سولې ته به اړ شي.

سناتور جان مکین وویل، د تړون لاسلیک کول د امریکا کانګرس ته خورا مهم دي چې پدې ژر بحث وکړي څو د امریکايي عسکرو راتلونکی ماموریت او افغان امنیتي ځواکونو ته د پنځه ملیارده ډالرو په بودېجو باندې کار وکړي. هغه وویل چې نه غواړي د عراق تجربه په افغانستان کې تکرار شي.

درې واړو سناتورانو د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره هم کتلي دي، خو یوازې له دوو کاندیدانو سره ، جان مکین د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل په پام کې وه چې له پنځو کاندیدانو سره وګوري، خو ځېنې یې له افغانستان بهر وو او ځېنې یې په نورو ځایونو کې بوخت وو.
XS
SM
MD
LG