د لاس رسي وړ اتصالات

د دوبۍ خبرې د افغان حکومت بې خبري او د طالبانو تردید


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په عربي متحده اماراتو کې د طالبانو د استازو سره د افغان حکومت د دوو وزیرانو د لیدو کتو په اړه ناخبره دي.

تیره ورځ د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی وو چې د طالبانو یوه استازي ورته ویلي چې د ولسمشر حامد کرزي د کابېنې له دوو وزیرانو سره یې په متحده عربي متحده اماراتو کې کتلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي ددغو کتنو او لیدنو په تړاوو ناخبري وښوده خو دا کتنه یې هم په بشپړه توګه رد نه کړه وویل چې په دي باب د سولې عالي شورا معلومات برابرولې شي .

جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د سولې په راوستو ټینګار کوي ولې په دوبۍ د سولې او مذاکرو د پیل په تړاوو بهرنیو چارو وزارت ته څه معلومات ندي ورکړل شوي.

د سولې عالي شورا هم په دوبۍ کې د افغان حکومت د وزیرانو او د طالبانو د استازو ترمنځ لید, کتو په باب ناخبري ښودلې ده ، ددې شورا د بهرنیو اړیکو رئیس اسمعیل قاسمیار امریکا غږ ته ویلي چې دی پدې مذاکرو ندی خبر، او په ويناء یې چې په څه خبر نه وي نه یې ردوي او نه یې هم تائیدوي.

په دوبۍ کې د طالبانو د استازو او د افغان وزیرانو د کتنو په تړاوو نن د طالبانو هم اعلامیه خپره کړي او په دې باب خپاره شوي رپوټونه یې رد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د اسوشیټیډ پریس خبر ناسم دی او د طالبانو په استازیتوب هیڅ چا په دوبۍ کې له جمهور رئیس کرزي د حکومت له چارواکو سره خبرې ندي کړي.
XS
SM
MD
LG