د لاس رسي وړ اتصالات

موسی زی د کابل د جمعې برید د ویرې اچولو یوه هڅه ګڼي


جانان موسی زي
جانان موسی زي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې د جمعې په ورځ د وزیر اکبر خان د مېنې په یوه رسټورانټ شوی برید، د افغانانو او نړیوالو ترمنځ د ویرې اچولو لپاره شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبرې کنفرانس ته وویل، چې په وزیر اکبر خان مېنې کې په لبناني رسټورانټ برید چې یوویشت کسه پکې ووژل شول، دا څرګندوي چې دښمن غواړې چې د ویرې په خپرولو سره افغانان منزوې کړي خو د د نړیوالې ټولنې او سازمانونو له لورې ددغه برید په وړاندې کلک،غبرګون دا وښودله چې هغوې په دي کار کې بریالې نشول.

جانان موسی زي وویل :

‪"‬له دې برید یوازېنی هدف دا وو چې دافغانستان د خلکو او د نړیوالې ټولنې، د نړیوال سازمانونو او په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو سره چې دلته په افغانستان کې شتون لري، په اړیکو کې اندېښنې او ویره پیدا کړي.‪"‬

موسی زي د کورنیو چارو د وزیر عمر داودزي د تېرې ورځې د خبرو په غبرګون کې وویل چې هغه په څرګنده خپل پیغام وړاندې کړی دی او د افغان حکومت یو لوړ پوړی وزیر دی.

عمر داودزي تېره ورځ په یوه غونډه کې د خبرو په وخت د امریکا نه وغوښتل ، ترڅو په امنیتي تړون د خبرو لپاره یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته را ولیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خبري کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ستراتيژیک مشارکت د دفتر د پرانېستو مشروط هرکلی وکړ، وویل که ددغه دفتر پرانیسته د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا اثر کولی شي او د سولې بهیرسره مرسته وکړي ، نو کابل یې هرکلی کوي.
XS
SM
MD
LG