د لاس رسي وړ اتصالات

دتاوتریخوالي خلاف دنړيوال پاڅون په ملاتړ دښځو لاریون


په کابل کې دافغان ښځو فعالینو، لاریون
په کابل کې دافغان ښځو فعالینو، لاریون
د ښځو د حقوقو افغان ښځو فعالینو، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوال پاڅون چې د یو ملیارد غږونو غورځنګ یې بولي، په ملاتړ په کابل کې لاریون وکړ.

لاریون نن پنجشنبه سهار د زنبق له څلورې پيل او د ښځو چارو وزارت پورې وغځېد، ښځینه لاریون کوونکو د تاوتریخوالو د ودرېدو غوښتنه کوله او د ښځو د حقوقو د مساواتو شعارونه یې ورکول.

په لسګونو ښځو او د ښځو د حقوقو فعالانو پدغه لاریون کې برخه اخېستې وه او د ښځو د شبکې له لورې پلان شوی وو.

لاریون له ښځو سره د تاوتریخوالو د مخنیوي د نړیوال پاڅون چې د یوه ملیارد غږونو غورځنګ نومیږي په ملاتړ وو، دا غورځنګ چې یو ملیارد غږه له ښځو سره د زورزیاتي ورکولو لپاره دي په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په امریکا کې پيل شوی دی.

ددې غورځنګ بنسټګره ایوانسلر ده.

ددې غورځنګ د پاڅون لپاره د فبرورۍ څوارلسمه نېټه یاده شوې، ښځې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فبرورۍ په څوارلسمه خپل غږ پورته کوي او تاوتریخوالو ته نه وايي.

د کابل لاریون کوونکو ښځو ویل دا چې افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې د ښځو حقوقو نه مراعت کیږي او له ښځو سره تاوتریخوالی، بد چلند، ازار، وهل ډبول په بدو کې ورکول زیات دي، نو له دې امله د فبرورۍ د څوارلسمې د ورځې په مناسبت یې نن لاریون کړ او غواړي خپل غږ پورته کړي.

د افغان ښځو د شبکې مشرې حسینې صافۍ اشنا راډیو ته وویل د نړۍ پرمخ له هرو درېیو مېرمنو یوه یې له تاوتریخوالو سره مخ ده.

د ښځو د حقوقو یوې فعالې مقدسې اتلوالې وویل، دا لاریون یې ځکه کړی دی ترڅو خپل ملاتړ له نړیوال غورځنګ نه وښيي.

لاریون یو وار بیا وغوښتل چې افغانو مېرمنو سره تاوتریخوالی جنایت دی او جنایت کوونکي دې سزا وویني
XS
SM
MD
LG