د لاس رسي وړ اتصالات

یوې افغانې ډاکټرې ته د زړورتیا جایزه ورکړل شوه


ډاکټر نسرین اوریاخیل او میشل اوباما
ډاکټر نسرین اوریاخیل او میشل اوباما
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې د زړورتیا نړیواله جایزه د یوې افغانې ډاکترې په گډون د نړۍ یو شمیر مخکښو میرمنو ته ورکړل شوه.

د امریکا د ولسمشر میرمنې میشل اوباما د زړورتیا د جایزې د ورکولو په وخت وویل ددې جایزې گټونکې میرمنې د نړۍ د گوټ گوټ د مدني فعالینو د الهام سبب کیږي.


د سږکال د جایزې په گټونکو کې د افغانې ډاکترې نسرین اوریاخیل تر څنگ د تاجکستان، سعودی عربستان، گرجستان، گوتیمالا، اوکراین، زیمبابوی، فوجي، مالي او د هند مخکښې میرمنې هم د شجاعت په دې جایزې و ویاړل شوې.

افغان حکومت ډاکټرې نسرین اوریاخیل ته د زړورو ښځو د جایزې ورکول د افغانستان لپاره یو ویاړ او لویه لاس ته راوړنه وبلله. مېرمن اوریا خیل ته دغه جایزه په واشنګټن کې ورکړل شوې ده، دا د نړۍ د هغو لسو ښځو په کتار کې راغلې چې هر کال د زړورتیا جایزې ورکول کیږي.

د زړورتیا دغه نړیواله جایزه هر کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې معمولآ هغو مېرمنو ته ورکول کیږي چې په خپلو هېوادونو کې د ښځو د حقونو د ساتنې او د ښځو د غښتلتیا په برخو کې ځانګړي کارونه ترسره کړي وي، دغه راز په دغې برخې کې یې ښه مشري او مدیریت هم له ځانه ښودلی وي.

دا جایزه په لومړي ځل په ۲۰۰۷ کال کې د نړۍ یو شمېر زړورو ښځو ته ورکړل شوه
ډاکټره اوریاخیل په کابل کې له شاوخوا یوې لسیزې راهېسې د ملالۍ زېږنتون د روغتون مشره ده، چې شاوخوا ۹۰٪ (نوې فیصده) کارکوونکي یې ښځې دي، دا د افغانستان په کچه یو پېژندل شوی روغتون بلل کیږي چې، مېندو ته د زېږون او له زېږون وروسته روغتیايي اسانتیاوو برابروي او ښايي د ورځې سلګونه مراجعین او ناروغان ولري.

مېرمن اوریاخیل ته د زړورتیا دغه کلنۍ جایزه د امریکا په واشنګټن ښار کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د دغه هېواد د ولسمشر مېرمن مېشل اوباما هم برخه لرله، ورکړل شوه.

ډاکټره اوریاخیل د ښځو د روغتیا د یو لړ نوور خدمتونو ترڅنګ، په ملالۍ زېږنتون کې د نسايي ولادي څانګې د یوې بلې برخې بنسټ اېښودونکې هم ده چې، تر ماشوم زېږېدنې د مخه او وروسته مېندو ته پام وړ روغتیايي اسانتیاووې برابروي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي ( مېرمن اوریاخیل د ښځو د روغتیا او د افغان قابله ګانو د مرکز د تاسیس په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي. دا د افغان کورنیو د روغتیا د سازمان مشره هم ده او تر څنګه یې د افغان ښځو د شبکې فعاله غړې هم ده ).

په همدې حال کې افغان حکومت مېرمن اوریاخیل ته د دغې جایزې ورکړه یو پر ځای او وړ ګام بللی دی، د روغتیا په برخه کې د ولسمشر کرزي سلاکار فیض محمد کاکړ امریکا غږته وویل ( ډاکټره نسرینه په سختو او پیچلو حالاتو کې د ښځو د روغتیا په برخه کې کار کړی دی او د کابل د ملالۍ زېږنتون روغتون یې په پښو ودروه، هغې ته د زړورې ښځې د جایزې ورکړه یو پرځای او معقول تصمیم دی، دا د افغانستان لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه ده او ښايي په دې سره د ښځو د حقونو نورې فعالې هم لا پسې وهڅول شي).

ښاغلي کاکړ وویل دا د افغانستان په تاریخ کې ښايي د خپل ډول لومړنۍ نړیواله جایزه وي چې یوې افغانې ډاکټرې ته ورکول کیږي. افغانستان داسې یو هېواد دی چې ښايي روغیتايي اسانتیاوو ته یې لاسرسی د نورې نړۍ او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو له روغتیايي هغوو سره برابرې او د پرتلې وړ ونه بلل شي ،په دغه هېواد کې لا هم د زېږون پر مهال د مېندو د مړېنې کچه لوړه او د اندېښنې وړ بلل کیږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG