د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په لومړي ځل اوکراین په بین‌البراعظمی بالستیک توغندي ویشتلی - کیف


په دنیپرو کې د روسیې د توغندیو له لګېدو وروسته وضعیت
په دنیپرو کې د روسیې د توغندیو له لګېدو وروسته وضعیت

د اوکراین چارواکي وايي مسکو پنجشنبې نومبر ۲۱ (لیندۍ اوله) په لومړي ځل په اوکراین باندې بین البراعظمي بالستیک توغندی وار کړ خو زیاتوي چې دې توغندي اتومي وسله نه لیږدوله.

اوکراین له دې وړاندې د روسیې په لور د لویدیځ لخوا ورکړل شوي د اوږد واټن ویشتونکي توغندي وار کړي وو.

د اوکراین هوايي ځواک په یو بیان کې ویلي چې روسي ځواکونو نن سهار د دنیپرو په مرکزي ښار څو ډوله توغندي وتوغول چې د ښار مهم ځایونه یې په نښه کړل.

په بیان کې راغلي : "په ځانګړې توګه د روسیې د فدراسیون له استراخان سیمې څخه یو بین البراعظمي بالستیک توغندی وتوغول شو."

د اوکراین په هوايي ځواک کې یوې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته تائید کړه چې دا لومړی ځل دی چې روسیه د اوکراین په خلاف د خپل یرغل د پیل راهیسې دا ډول وسله کاروي.

که څه هم بین البراعظمي بالستیک توغندی د اتومي کوپړیو د لیږدولو توان لري، خو سرچینې ویلي چې د روسیې له خوا ویشتل شوي توغندي اتومي کوپړۍ نه لیږدوله.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا مسکو دا توغندی توغولی، چې زرګونه کیلومتره لرې هدفونه په نښه کولی شي، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې هغه "په دې اړه د ویلو لپاره څه نه لري."

د اوکراین هوايي ځواک وویل، د هوايي دفاع قطعاتو شپږ توغندي خنثا کړي خو دا نه ده څرګنده شوې چې ایا د روسیې بین البراعظمي بالیستیک توغندی هم هدف ته له رسېدو وړاندې خنثا شوی دی.

د دنیپرو ښار د سیمې مشر وویل چې د روسیې هوایی بمباریو د بیارغونې یو مرکز او څو کورونه او همدارنګه یو صنعتي شرکت زیانمن کړی دی.

دغه چارواکي وویل: "دوه کسان ټپیان شوي، یو ۵۷ کلن سړی چې د پیښې په ځای کې یې درملنه شوې او یوه ۴۲ کلنه ښځه په روغتون کې بستر ده."

د روسیې او اوکراین ترمنخ شخړه په وروستیو ورځو کې وروسته له هغه پراخه شوې چې متحده ایالاتو د کیف له مکررو غوښتنو وروسته د روسیې په خاوره کې د اهدافو په نښه کولو لپاره د خپل اوږده واټن ویشتونکو توغندیو کارولو ته اجازه ورکړه.

بریتانوي رسنیو هم چهارشنبې خبر ورکړ چې کیف له بریتانیا څخه ترلاسه کړي د اوږده واټن ویشتونکي توغندي د روسیې په خاوره کې د اهدافو د ویشتلو لپاره کارولي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په بریتانيا کې جوړ شوي دوه دغه ډول توغندي یې خنثا کړي خو د خنثا کېدو ځای یې ندی ښودلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG