د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو په هوايي‌ بمبارد کې پنځه افغان سرتیري وژل شوي


ارشیف
ارشیف
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د لوګر ولایت د څرخ په والسوالۍ کې د پنجشنبې د ورځې د سهار په ۳:۳۰ بجو د ناټو په هوايي برید کې د دوی پنځه تنه سرتیري وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې وژل شوي او ټپي‌ سرتيري کابل ته لیږدول شوي او د پيښې په اړه تحقیقات روان دي.

په عین حال کې د ناټو ځواکونو له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې ددغې پیښې د تاییدولو ترڅنګ ویل شوي په دې اړه تحقیقات روان دي چې څنګه دغه خواشینونکې پیښه رامنځ ته شوې.

دوی همدا شان د هغو سرتیرو کورنیو ته ډاډګیرنه ورکړې چې په دغه پیښه کې وژل شوي او ټپیان دي.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې څه موده مخکې په پروان ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي بمبارد کې د پيښو شویو ملکي تلفاتو پر سر د افغان حکومت او په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو ترمنځ د ناندریو د رامنځ ته کیدو سبب شوی وو.

دا لومړی ځل نه دی چې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بمبارد کې افغان ځواکونو ته د سر زیان رسیږي له دې مخکې هم دغسې پیښې رامنځ ته شوې دي چې پکې نه یوازې یو شمیر افغان عسکرو ته د سر زیان پیښ شوی دی بلکې ، یو شمیر نړیوال عسکر هم په کې وژل شوي

XS
SM
MD
LG