افغان معترضو ښځو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څخه په یو پرانیستې لیک کې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.
دغه لیک چې د جمعې د ورځې ناوخته نومبر ۲۲(قوس دوېیم) رسنیو سره شریک شوی په کې ویل شوي چې دغه تړون نه یوازې افغانستان ته سوله او ثبات نه دی راوستی، بلکې په وینا یې دغه هیواد کې روان ناورین لا پراخه کړی دی.
په دې ګډ لیک کې ویل شوي: "دغه پایلې د بشري حقونود پراخو سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د مدني ازادیو د کمزورتیا او د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښونه را ولاړ کړي دي".
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو استازو د قطر په پایتخت دوحه کې د نږدې یو نیم کال خبرو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د دوحې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د امریکا په ګډون نړیوال ځواکونه په افغانستان کې د شل کلن حضور وروسته له دغه هیواد څخه ووتل او ددغه تړون د لاسلیک نږدې ۱۶ میاشتې وروسته د پخواني جمهور رئیس اشرف غني په مشرۍ جمهوري رژیم ړنک او پرځای یې طالبان واک ته ورسیدل.
د افغان معترضو ښځو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو په دې لیک کې ددغه تړون د لاسلیک وروسته د افغان میرمنو او نجونو ځپل او شکنجه کول اود زده کړو او کار په ګډون د شخصي ازادیو او له خپلو اساسي حقونو څخه د هغوی محرومولو یادونه کړې او ویلي دي چې د طالبانو ددغو کړنلارو پرخلاف د اعتراض په تورچې دغې ډلې کومې ښځې نیولي هغوی یې د نیولو وروسته وهلي او شکنجه کړي دي.
په دې لیک کې د طالبانو په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې د جګړیزه جنایتونو او د اقلیتونو ځپلو یادونه هم شوې او ویل شوي چې د طالبانو مشران خپلسرو وژنو، او د قومي او مذهبي اقلیتونو ځپلو او هم جبري ورکیدو مسولیت په غاړه لري.
په دې پرانیستې لیک کې ویل شوي چې د دوحې د هوکړې وروسته له افغانستان څخه په جبري ډول کډوالۍ بهیر چټک شوی، چې له امله یې ګڼ شمیر افغانان د سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
په دې لیک کې ویل شوي چې طالبان د خبریالانو، مدني فعالانو او فکري مشرانو د ترور مسوول دي. په دې لیک د طالبانو د حکومت دا ډول اقدامات د ټولنې د چوپتیا لپاره د ازادو او خپلواکو غږونو د چپولوهڅې ګڼل شوي دي.
په دې پرانیستې لیک کې ادعا شوې چې طالبان په ګواښونو او فشار سره رسنۍ او مدني بنسټونه ځپي چې له امله یې خبریالان او مدني فعالان د جدي ګواښونو سره مخ شوي دي.
همداشان په دې لیک کې ویل شوي چې طالبان د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره د نشه يي توکو تولید او قاچاق څخه ګټه اخلي چې له امله یې افغانستان او سیمې ته نورې ستونزې هم راولاړې کړي دي.
لیک کې ویل شوي، چې د پخوا پرتله اوس مهال په افغانستان کې نړیوال تروریزم لا پیاوړی شوی دی. : " طالبان د القاعدې په څیرډلو ته پناه ورکوي، چې د نړیوالو تروریستي شبکو د پراختیدو زمینه برابروي. دا حالت کولای شي چې په نړۍ کې د تروریستي بریدو د زیاتوالي لامل شي".
همداشان دغه لیک وایي چې په افغاسنتان کې د طالبانو واکمنۍ د سیمې بې ثباتۍ سره مرسته کړې او ډیرو افراطي ډلو د الهام سبب شوې ، دننه او د افغانستان بهر یې د افغانانو د کډوالۍ او په بې ځایه کیدو بهیر سره مرسته وکړي.
په دې لیک کې د طالبانو د حکومتدارۍ او پالیسو یادونه هم شوې او ویل شوي چې کیدای شي نورې ډلې به هم د طالبانو له کړنو تقلید وکړي او نړیوال نظم او دیموکراتیکو ارزښتونو ته به زیان ورسوي. دا لیک وايي چې د طالبانو واکمنۍ په افغانستان او سیمه کې د بنسټیزیو شویو جرمي بنسټونو د زیاتیدو سره هم مرسته کړې ده.
افغان معترضو ښځو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو ویلي چې د امریکا د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څخه اصولي او عادلانه غوښتنې لري چې لومړۍ غوښتنه یې د طالبانو سره د دوحې د تړون لغوه کیدو غوښتنه ده.
په دې لیک کې ویل شوي: "دغه تړون طالبانو ته پرته له دې چې د سولې شرایط رامنځ ته کړي واک په لاس ورکړی دی. مونږ له تاسو غوښتنه کوو ددې تړون د لغوه کیدو لپاره ګانونه واخلئ".
همداشان دغو فعالانو په دې لیک کې د طالبانو د مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې او ویلي دي چې هغوی باید چې د جګړیزو جنایتونو او د بشري حقونو څخه سرغړونو د ترسره کولو له امله په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي. همداشان دغو فعالانو په افغانستان د خلکو رایې پراساس د یو مشروع حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې، د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو په ګډون یې د مدني بنسټونو په پیاوړي کیدو باندې کړې دی.
په دې لیک کې پر طالبانو باندې د نړیوالو دپلوماتیکي فشارونو د زیاتیدو غوښتنه هم شوې ده او ویل شوي چې پر طالبانو باندې دې هدفي بندیزونه ولګول شي او طالبان دې د سیاسي انزوا سره مخ شي او د طالبانو د مشرانو شتمنۍ دې کنګل شي.
په دې لیک کې ویل شوي: "مونږ له تاسو[ټرمپ] غوښتنه کوو چې عدالت، ازادۍ او سولې لپاره د افغانستان په ملاتړ اقددام وکړئ".
د جمهور رئیس ټرةب څخه غوښتنې
په دې لیک کې د امریکا د جمهور رئیس څخه د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو څخه د ملاتړ غوښتنه شوې او ویل شوي چې د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کولای د افغانستان راتلوونکې بدله کړي .
طالبانو ددغه لیک پر وړاندې لا غبرګون نه دی ښودلی. دا د امریکا منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته د مدني ټولنې د افغان فعالانو لومړی لیک نه دی ددې دمخه هم د ښځو د حقونو ملاتړو په یو سرخلاصې لیک کې له هغه غوښتي وو چې د طالبانو له خوا د افغان میرمنو او نجونو پر حقونو باندې د پرله پسې تیرو او سرغړونو د دوام له امله دې پر دغې ډلې خپل فشارونه زیات کړي.
د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو د غورځنګ یو شمیر غړو د نومبر نهم (لړم ۱۹ ) په کابل کې په یو سرپټي ځاې کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي وو چې دغه میرمنې طالبانو ته په هر نامه چې وي د هر ډول ملاتړ او ورته د مشروعیت د ورکولو د اقداماتو بندیدل غواړي.
فورم \ دبحث خونه