د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامولو د لړۍ د بندلو لپاره د ایران حکومت سره خبرې کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اصفهان کې د څلورو افغان زندانیانو د اعدامولو وروسته په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې ددغو اعدامونو په سر یي خپل اعتراض ایران ته وړاندې کړی او له ایران نه یي غوښتي دي چې د اعدامونو په اړوند له یوې شفافې پروسې نه کار واخلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویانداحمد شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی د ایران له حکومت غوښتي، ترڅو پداسې مواردو کې په تهران کې د افغانستان سفارت په جریان کې واچوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل :
"د اعدامونو په تړاوو باید شفافیت موجود وي، مونږ ته په تهران کې د افغانستان سفارت ته باید مخکې له مخکې اطلاع ورکړل شي، نه دا چې مونږ له اعدام وروسته خبر شو."
شیکیب مستغني وویل چې دوی له ایران دا هم غوښتي چې د هغو افغان زندانیانو چې په اعدام محکوم دي، سزا ابدي حبس ته راټیټه کړي او د زندانیانو قونسلي حقوقو ته د لاس رسي زمینه برابره کړي.
احمد شکیب مستغني وویل :
"باید افغان زندانیانو ته د قونسلي حقوقي لپاره په تهران کې اجازه ورکړل شي، او دا ډول په تهران کې مقیم د افغانستان سفارت او جنرل قونسلګريو ته هم ته اجازه ورکړي چې زندانیانو ته قونسلي خدمات عرضه کړي."
ملا معتصم اغاجان
د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورنه چې ګواکې ملا معتصم اغاجان د شنبې په ماښام له دوبۍ کابل ته تللی، نه تائید او نه هم رد کړل خو ددغه وزارت ویاند وویل، که ملا معتصم اغاجان و غواړي هر کله افغانستان ته تللی او راتللی شي.
ویاند احمد شکیب مستغني وویل، په عربي متحده اماراتو کې په ملا معتصم اغاجان د اماراتو د حکومت له خوا لګېدلي محدودیتونه هم لرې شوي دي، خو په ډاګه یې نه کړه چې اوس ملا معتصم اغاجان چېرې دی.
شکیب مستغني وویل :
"هغه محدودیتونه چې په هغه لګېدلي وو، لرې شوي دي، که وغواړي افغانستان ته راتلی او تلی شي او په اماراتو کې هم اوسېدای شي."
رسنیو راپور ورکړی وو چې ملا معتصم اغاجان له دوبۍ کابل ته راغلی او دلته میشت شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ملا معتصم اغاجان په تړاوو مسائل د سولې د عالي شورا کار بولي.
د سولې عالي شورا یوه غړي تېره ورځ امریکا غږ ته ویلي وو چې ملا معتصم اغاجان په کابل کې نشته دی.
ملا معتصم اغاجان له افغان دولت سره د سولې او مذاکرې لړۍ پيل کړې وه او په دوبۍ کې یې د سولې د دوهم پړاو خبرو لپاره لاره هواروله چې د متحده عربي اماراتو د امنیتي ارګانونو له خوا په کور کې نظربند شو اوبیا وروسته د افغان حکومت په غوښتنه ازاد شو.