د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان: یوې ښځې دخپل خوریي پوزه او غوږونه پرې کړي


د بغلان اوسیدونکی قاري سید احمد چې تیره شپه یې پوزه او غوږونه پرې شوي
د بغلان اوسیدونکی قاري سید احمد چې تیره شپه یې پوزه او غوږونه پرې شوي
په بغلان کې یوې ښځې د خپل میړه په مرسته له خپل خوريي څخه غوږونه او پوزه پرې کړې ده.

قاري سید احمد بیګاه د خپلې ترور کورته تللې، د شپې يې ترور او د هغې خاوند له څو نورو کسانو سره په شریکه تړلې، غوږونه او پوزه يې ترې پرې کړي دي.

عبدالقهار د بغلان په جرخشک سیمه کې اوسیږي خو په اصل کې د خوست فرنګ ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه وايي چې ده ځکه له قاري سید احمد څخه غوږونه او پوزه پرې کړي چې یو ځل مخکې يې دده پر لور جنسي تیرې کړی او بیا يې هم غوښتل چې تجاوز پرې وکړي.

عبدالقهار زیاتوي چې دوي که دغه سړی دولت ته تسلیم کړی وای نو هغوي یوازې بندي کاوه او بیا يې خوشې کاوه خو دوي په دې خاطر ترې غوږونه پرې کړي چې د عمر لپاره ورته پند شي.

عبدالقهار وویل: «غوږونه او پوزه مو ځکه ورنه غوڅ کړي چې زما په دولس کلنې لور يې تیری کړی و.»

هغه وايي چې که یې حکومت ته تسلیم کړی وای نو یوازې به یې بندي کاوه او نوره سزا يې نه ورکوله، دوی ترې خپل بدل واخیسته خو غوښتنه کوي چې اوس يې دولت هم سزا ورکړي.

عبدالقهار وايي چې دده پر لور يې پخوا هم جنسي تیرې کړی او دا ځل يې هم غوښتل چې تیرې پرې وکړي:
«څه وخت مخکې يې پرې تیرې کړی و خو دا ځل يې بیا غوښتل.»

د جینۍ مور هم د خپل میړه په څیر ورته ادعا کوي چې دخور ځوی يې پر لور تجاوز کړی. هغې وویل: «د خور ځوی يې و، وايي چې دوی کمه جزا ورکړی، چا ددوي پیشو ته پیشې نه وو ویلي خو ده ورته بې ننګي ور واړوله، که دولت او قانون وي نو دې باید زیاته سزا ورکړي.»

جینۍ چې پر مخ يې خپل څادر راکوز کړی و ویل يې چې د ترور ځوی پرې تجاوز کړی و : «د ترور ځوی يې و او تجاوز يې پرې کړی، خو مور يې د هغې په خبرو کې مداخله کوله او ویل يې چې د بې هوشۍ دوا يې ورکړې وه.»

د مور، لور او پلار ټولو ادعا دا ده چې قاري سید احمد ورته سپکاوی کړی، خو سید احمد بیا وايي چې دوی غواړي له دې لارې يې مال ته طمعه وي:

پولیس هم وايي چې دوی مور، لور او پلار په دې تور چې سید احمد څخه يې غوږونه او پوزه پرې کړي نیولي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت وویل: «د سید احمد ترور او میړه يې پر ده ادعا لري چې پر لور يې د سیداحمد له خوا جنسي تجاوز شوی، دوی په شریکه له هغه څخه پوزه او غوږونه پرې کړي، خو پولیسو دوي په همدغه تور نیولي دي.»

ډاکټران وايي چې عبدالقهار خپله لور د عدليي معایناتو په خاطر روغتون ته انتقال کړې وه. په بغلان کې یو ډاکټر نرمګو وايي چې درې میاشتې مخکې کله چې معاینات وشول نو د جینۍ په بدن د جنسي تیري نښې موجودې وي.

له دې وړاندې له ښځو څخه د ځینو سرغړونو په تور پوزه او غوږونه د میړونو له خوا پرې شوي خو دا لومړی ځل دی چې له یو سړي څخه خپله ترور او د هغې میړه په دې تور چې ددوي پر لور يې تجاوز کړی پوزه او غوږونه پرې کوي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG