د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی په بدخشان کې ناورین ځپلې سیمې لېدو ته ورغی


ولسمشر کرزی په بدخشان کې له ناورین ځپلو سره د لیدو په مهال
ولسمشر کرزی په بدخشان کې له ناورین ځپلو سره د لیدو په مهال
کرزي د بدخشان د ارګو د ولسوالۍ مصیبت ځپلو ته ډاډ ورکړ چې دی پخپله دوی ته د مرستو د رسولو بهیر څاري او د استوګنې لپاره به ورته کورونه هم جوړ شي.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې جمهور رئيس حامد کرري د هغو زیانمنو شويو کورنيو له غړو سره چې د اب باریک د کلي شا وخوا په خېمو کې ځای پر ځای شوي له نزدې وکتل او د هغوي ستونزې وپوښتلې.

حامد کرزي مصیبت ځپلو ته ډاډ ورکړ چې دوی سره په کافي اندازه کورنۍ او بهرنۍ مرستې شوي چې پرې به وویشل شي.
جمهور ریس کرزي ژمنه وکړه چې هغو ته چې په ناورین کې یې کورونه له لاسه کرکړي ، ورته به کورونه هم جوړ شي.


د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې کې وویل شوي چې جمهور رئيس د زیانمنو شويو کورنيو غړو ته ډاډ ورکړ چې دی پخپله د مرستې رسولو له بهير څخه څارنه کوي.

جمهور ریس حامد کرزی په داسې حال کې پر دغو خلکو د مرستو د ویش خبره کوي چې تیره ورځ پر زیانمنو شو کورنیو د مرستو پر وخت خوراکي او نور مواد د یو شمیر خلکو لخوا چور شوي وو.

د ارګو د اب باریک د سیمې لپاره د هیواد دننه یو شمیر ځوانانو هم د مرستو د راټولولو په خاطر مټې بډ وهلي چې د ځینو سیمو مرستې ور رسیدلي او لا هم ور روانې دي.

د رپوټونو له مخې د پیښې ځای ته اوس له نورو کلیو هم خلک راغلي چې مرستې تر لاسه کړي.

د اب باریک د کلي خلک د ورځني ضرورتونو د پوره کولو لپاره د هغو ځوانانو پر مزدورۍ بسنه کوي چې نورو هیوادونو او یا هم د هیواد نورو ولایتونو تللي دي. ددغې سیمې خلک د خاورینو غونډیو کې د للمي کښت له لارې خوراکي مواد په لاس راوړي.

د تیرې جمعې په ورځ د بدخشان ارګو ولسوالۍ د اب باریک په سیمه کې د غره ښویدنې له امله یو شمر کورنۍ بې ځایه شوي او د چارواکو په وینا درې سوه کورونه يې لاندې کړي. خو د غره ښویدنې په پیښه کې د تلفاتو دقیق ارقام لا تر اوسه نه دي روښانه شوي.

خو د سیمې هغه خلک چې د کورنۍ غړي يې تر خاورو لاندې پاتي دي، په یوازې کوښښ کوي چې د خپلې کورنۍ د غړو مړي ومومي.

د بدخشان د والي تیره ورځ هغه مهال چې د ریس جمهور دویم مرستیال کریم خلیلي سیمې ته راغلی و، وویل چې باید د غرښویدنې د قربانیانو په جسدونو پیسې پلټنه ودرول شي او سیمه په ډله ییز قبر اعلان شي.

د سیمې علماو او سپین ږیرو هم ورسره منلی چې نور به په جسدونو پسې پلټنه نه کوي، خو هغه خلک چې د کورنۍ غړي يې تر خاورو لاندې شوي له چارواکو سره دغه پریکړه نه مني.

یو ځوان پرون په بیل باندې د خپلې مور جسد موندلې و چې تر هغې وروسته په جسدونو پسې د پلټنې کارونه په انفرادي ډول چټک شوي دي .
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG