د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټولو رسنیو غوښتي چې د ټاکنو د سکوت یا چوپتیا په موده کې دې چې نن شپه ۱۲ بجې پیل کیږي ددغه کمیسیون کړنلارې مراعت کړي.
د ټاکنو د سکوت یا چپتیا موده د ټاکنو د ورځې ۴۸ ساعته وړاندې پیل کیږي چې د ټاکنو د ورځې تر پای پورې دوام مومي.
د ټاکنو د قانون د پنځوسمې مادې دریم بند او د رسنیو د فعالیتونو د تنظیم د لایحې د نهمې مادې له مخې د ټاکنو د ورځې اته څلویښت ساعته وړاندې او د ټاکنو په ورځ هم د کاندیدانو او د هغوی پورې د تړلو مسایلو خپرول چې د کمپاین بڼه ولري خپریدل یې د چپتیا په موده کې منع دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د رسنیو کمیسیون ټولو هغو رسنیو ته چې دغه هیواد خلکو ته خپرونې کوي غوښتي دي چې د چپتیا موده دې مراعت کړي او د ټاکنو پورې د اړونده مسلو لکه بروشرونو ،عکسونو ، پوسترونو د تصویري او غږیزو کلپونو او هم د کاندیدانو د هغوی د پلویانو مرکې او نظر یې دې نه خپروي.
دغه کمیسیون وايي چې د سیاسي کارپوهانو مرکې دې هم چې د ټاکنو پورې تړاو لري، نه خپروي.
همدا شان دغه کمیسیون د رسنیو غوښتي چې د کاندیدانو د بریالیتوب یا ناکامۍ په باب دې هم د خلکو د نظریاتو د خپریدو نه چې د کاندیدانو لپاره کمپاین یا د تبلیغ بڼه ولري، په کلکه ډډه وکړي.
دغه کمیسیون ویلي دي چې رسنیو ته پکار دي چې د داسې موضوعاتو د خپرولو دې ډډه وکړي چې د رایې ورکوونکو ذهنونه مغشوش کوي او یا هم په ټولنه کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي او په نتیجه کې یې د رایې ورکوونکو ، د رایې ورکولو مخه نیسي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي په هغه صورت کې چې کاندیدان د یو غیرې مترقبه پیښې سره مخ شي پکار دي چې رسنۍ ددغسې کاندید پورې اړونده خبرونه په داسې بڼه خپاره نه کړي چې هغه ته کمپاین ګڼل کیدای شي.
دغه کمیسیون وايي چې د داسې مواردو خپرول چې خلک ټاکنو ته هڅوي او د ټاکنو په ورځ د کاندیدانو او هم د هغوی د مرستیالانو د ورتګ د تصویرونه کومه ستونزه نه لري.