د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس کرزي د پیسو سپینولو قانون توشیح کړ


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د پارلمان ددوه مجلسونو له خوا د پیسو سپینولو او جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو قانون د تصویب وروسته د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي نن دا قانون توشیح کړ.

د پیسو سپینولو او جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو قانون چې اته فصله او اویا مادي لري د سه شنبې په ورځ د افغانستان مشرانو جرکې د رایو په اکثریت تصویب کړ او جمهور رئیس ته یې د توشیح لپاره واستوه .

جمهورریس حامدکرزي د د پیسو د سپیناوي او جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو قانون په داسې حال کې توشیح کړی چې همدا اوس په پاریس کې د د نړیوال مالي سازمان ، فایننشل اکشن ټسک فورس یا (FATF) غونډه لا روانه ده.

په غونډه کې د افغان حکومت یو هیت هم برخه لري.

په پارس کې د نړیوال مالي سازمان ، فایننشل اکشن ټسک فورس غونډه چې د جون په ۲۲ پیل شوی د جمعې په ورځ به پای ته ورسیږې.

د افغانستان بانک چارواکو اندیښنه لرله چې ددغه قانون د نه توشیح په صورت کې به افغان بانکونه د نړیوال مالي سازمان ، فایننشل اکشن ټسک فورس له خوا افغان بانکونه د نړیوالو بانکونو د نه راکړې ورکړې په لست کې شامل شي، چې ورسره به په دغه هیواد کې نوی رامنځ ته شوی بانکي سیستم د زیاتو ستونزو سره د مخ کیدلو ویره موجوده وه.

ایف ای ټي ایف دمخه افغانستان ته ددغه قانون د تصویب لپاره په دوه زره او دولسم ، دوه زره او دیارلسم او د روان کال د روانې میاشتې تر دوه ویشتمې ورځې ددغه قانون د تصویب لپاره مهلت ورکړی وو.

د افغانستان بانک چارواکي تمه لري‌ چې د جمهور رئیس له خوا ددغه قانون توشیح به په پاریس کې ایف ای ټي ایف د غونډې برخوالو قناعت حاصل کړي او افغان بانکونه به د نړیوالو بانکونو د نه راکړې ورکړې په لست کې شامل شي.

XS
SM
MD
LG