د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو سیالۍ؛ افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه او کپ یې وګټه


افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه.
افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د پاکستان او متحدو عربو اماراتو ترمنځ درې اړخیزه لړۍ وګټله.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ شپږمه) د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه او درې اړخیزه لړۍ یې وګټله.

افغان لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او پاکستان ته یې د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه. په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې برکت ابراهیمزي وکړې.

همدغه راز نظیف امیري ۵۶ او فیصل شینوزاده ۴۱ مندې وکړې.

د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ټول لوبغاړي په ۲۲۹ منډو وسوځېدل.

په افغان توپ‌ اچوونکو کې نصیر معروف خېل او نصر الله نورستاني دوه-دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان، پاکستان او متحدو عربو اماراتو ترمنځ دا درې اړخیزه لړۍ شاوخوا دوې اونۍ مخکې پیل شوې وه. هرې لوبډلې له بلې سره دوې دوې لوبې وکړې، افغانستان یوازې یوه لوبه وبایلله او د پایلوبې په ګډون یې څلور لوبې وګټلې.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به د همدې میاشتې په وروستیو کې د ۱۹ کلنو لوبډلو د اسیا کپ په سیالیو کې ګډون کوي، چې له بنګله دېش، سري لانکا او نیپال سره به لوبې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG