د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا: افغان مشران دې خپل اساسي قانون ته درناوی وکړي


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ (ارشیف)
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ (ارشیف)

د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د افغان سیاسي مشرانو نه ددغه هیواد اساسي قانون ته د درناوی د غوښتنې وروسته بریانیا هم په افغان سیاسي مشرانو غږ کړی چې خپل اساسي قانون ته دې درناوی وکړي.

په کابل کې د برتانیا د سفارت له لوري په یو خپورشوي بیان کې چې رسنیو ته استول شوی د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ د افغانستان د سیاسي مشرانونه غوښتي چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان وروسته دې زغم څخه کار واخلي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ په دغه بیان کې له ټولو افغان مشرانو نه هیله کوي چې یو له بل سره په شریکه کار وکړي او د هیواد اساسي قانون ته درناوی ولري.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ "د افغانستان لپاره دا یو ډیر مهم وخت دی. د ولسمشرۍ د ټاکنو څخه وروسته د واک چارې باید په مشروع او منظم ډول د اساسي قانون سره سم انتقال شي. زه د ټولو افغان مشرانو څخه هیله کوم چې د خپل هیواد د ملي یووالي او سیاسي ټیکاو لپاره له یو بل سره په ګډه کار وکړي. که نه نو د سیاسي ګډوډۍ د رامنځته کیدو خطر به رامنځته شي او د افغانستان هغه پرمختګ چې د طالبانو د حکومت د راپرځیدو نه وروسته لاس ته راغلی او همدارنګه د نړیوالې ټولنې سره اړیکې به د ننګونو سره مخ شي."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په دغه بیان کې ویلي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون تایید کړې ده چې په ټاکنو کښې درغلي شوې ده او د درغلیو نور جدي تورونه هم شته چې باید په مکمل ډول وڅیړل شي.

ویلیم هیګ ویلي چې په هر ځای کښې چې درغلي ثابته شي نو هلته دې چتک ګامونه واخیستل شي. دا ډیره اړینه ده تر څو چې د هغو افغانانو په ذهنونو کښې د ټاکنو حیثیت وساتل شي کوم چې په ډیره میړانه او پخه اراده یې د رایې د اچولو لپاره د رایې صندوقونو ته ولاړل او د ډیرو ګواښونو او امنیتي خطرنو په منلو میلیونونو افغانانو د رایې په ورکولو ثابته کړه چې دوی په خپل هیواد کښې د یو با ثباته او سولییزه راتلونکې غوښتونکي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرپه دغه بیان کې ویلي چې افغان سیاستوال باید د اساسي قانون پر بنسټ د ټاکنیزو ادارو سره شریک کار وکړي تر څو د ټاکنو پایلې د خلکو د پاکو رایو له لارې وټاکل شي، نه د درغلیو له لارې، تر څو افغانستان وکولای شي چې هغه پرمختګ ته دوام ورکړي چې مونږ یې په تیرو کالونو کښې شاهد او مرستندویه وو.

XS
SM
MD
LG