د لاس رسي وړ اتصالات

کارل لیون: د افغانستان راتلونکي ته هیله من یم


Carl Levin at USIP
Carl Levin at USIP

د امریکا د سنا د وسله والو خدماتو د جرګګۍ مشر، کارل لیون (Carl Levin) وايي چې د ملي یووالي د حکومت د جوړلو په سر موافقې د افغانستان د راتلونکي په اړه هیله من کړی دی.

سناتور لیون وویل: «زه هیله من یم د دې ورستۍ موافقې په خاطر چې د دې سبب شوه چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره واک په سوله ییزه توګه انتقال شي.»

سناتور کارل لیون د اپریل او جولای په میاشتو کې افغانستان ته تللی و. هغه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لانجې په حل کولو کې مهم نقش لوبولی دی.

سناتور لیون وویل چې د کاندیدانو ترمنځ د موافقې نه مخکې په افغانستان کې وضعیت خراب و او هغه اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته ویلي و چې «د خپل [هیواد] د قواوو په څیر دې زړه وړ وي،» او خپل سیاسي اختلافات دې په زړه وړتیا حل کړي.

هغه ولسمشر احمدزی او اجراییوي ریس عبدالله وستایل چې د هغه په قول یې د خپل هیواد د ګټو لپاره د ګډ کار کولو موافقه وکړه.

سناتور کارل لیون زیاته کړه چې «زه فکر کوم، افغانستان خوشبخت دی چې داسې مشران لري. دواړه په کار پوهیږي او لیوالتیا یې وښودله چې د بحران د مخنوي لپاره موافقه وکړي.»

د امریکا د سنا د وسله والو خدماتو د جرګګۍ مشر، چې د امریکا د سولې په انستیتوت کې یې خبرې کولي، زیاته کړه چې ضروري وه چې دواړه مشرانو د ګډ کار کولو په هدف موافقه وکړي.

دغه امریکايي سناتور وویل چې افغانان باید په خپلو مشرانو افتخار وکړي. ښاغلي لیون وویل چې د سیاسي لارې د مسایلو حل کول د افغانستان د کلتور برخه ده.

ښاغلي لیون وویل چې د افغانستان نوي حکومت یو لړ داسې ګامونه اخیستي دي چې د ستایلو وړ دي، په دغو کارونو کې هغه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک کول او د کابل بانک د قضیې د بیا پرانستلو مثال ورکړ.

د افغانستان سره مرستې

افغانستان اقتصادي ثبات ته ضرورت لري او دغه ثبات هغه مهال راتلی شي چې افغانان متحد وي او امریکا او نړیواله ټولنه د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، کارل لیون وویل . هغه زیاته کړه چې که داسې وشي نو دا به مشکل کار نه وي چې دغه هدف دې تر لاسه شي.

سناتور لیون په تیره لسیزه کې په افغانستان کې د پرمختګونو یادونه وکړه. هغه وویل چې اوس د افغانستان امنیتي ځواکونه په دې قادر شوي دي چې د خپلو خلګو امنیت وساتي.

ښاغلي لیون زیاته کړه چې دې د لومړي سر نه دی په دې باور و د افغان قواوو روزنې ته باید توجه وشي.

هغه وویل چې « زه تل په دې باور وم چې زموږ اصلي ماموریت دا دی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره باید مرسته وکړو چې دوی د خپلو خلګو امنیت پخپله ونیسي.»

خو سناتور لیون دا خبره وکړه چې د افغانستان امنیتي قواوي دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.

«دوی . . . روزنې ته، تجهیزاتو ته او د هوايي قواوو په برخې کې روزنې ته ضرورت لري، دغه هغه درې برخې دي چې د افغان ځواکونو سره باید دوامداره مرستې وشي،» سناتو لیون وویل.

افغانستان او امریکا

په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې په اړه، سناتور لیون وویل چې امریکا کوښښ کړی دی چې په پاکستان فشار واچوي چې د افغانستان په اړه خپلې پالیسي بدله کړي خو پاکستاني چارواکو تل ورته «دروغ» ویل.

د امریکا د سنا د جرګې د وسله والو خدماتو د جرګګۍ مشر زیاته کړه چې که چیري امریکا د افغانستان سره اوږدمهاله مرستې وکړي او امریکا او افغانستان ملګري وي نو امکان یې شته چې پاکستان د افغانستان په اړه خپلې محاسبې ته تغیر ورکړي.

سناتور لیون دا خبره هم وکړه چې د افغانستان او عراق ترمنځ فرق شته. هغه وویل په افغانستان کې خلګ غواړي چې امریکا دې پاته شي او په عراق کې یې دا کار نه غوښتی.

ښاغلي لیون د افغانستان سره د اوږد مهاله مرستې په اړه وویل چې د امریکا خلک باید په دې پوه شي چې د افغانستان سره د امریکا مرستې ضروري دي. هغه وویل چې په دې برخې کې باید د امریکا مطبوعات خپل رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG