د لاس رسي وړ اتصالات

روبین: امریکا پر پاکستان هغومره نفوذ نلري، چې افغانان یې اټکل کوي


ارگ، ٢٠٠۴ کال د حامد کرزي د تحلیف ورځ: له کیڼ لورې بارنیټ روبین او د ملگرو ملتونو استازی فرانسس وېنډرال
ارگ، ٢٠٠۴ کال د حامد کرزي د تحلیف ورځ: له کیڼ لورې بارنیټ روبین او د ملگرو ملتونو استازی فرانسس وېنډرال

د افغانستان د چارو وتلی څیړونکی بارنیټ روبین وایي افغانستان ته د نورو امریکایي ځواکونو لیږل به یوازي هغه مهال گټه وکړي، چې هغوی د سیاسي حل لپاره شراعط مساعد کړي.

ښاغلی روبین زیاتوي تر څو چې د افغانستان گاونډیان د امریکایي ځواکونو پر موجودیت رضا نه وي، په افغانستان کې د سولې ټینگښت امکان نلري.

بارنیټ روبین وایي د افغانستان حکومت او طالبان کولی شي چې د داعش پر ضد گډه جگړه وکړي.

روبین د امریکا غږ له خبریال خلیل خان سره په مرکه کې وایي چې امریکا پر پاکستان هغومره نفوذ نلري، چې افغانان یې اټکل کوي.

روبین زیاتوي "نن سبا پر پاکستان باندې تر امریکا، چین ډېر نفوذ لري".

د افغانستان د چارو دغه وتلی لیکوال، څیړونکی او سلاکار وایي چې د چین او هند اقتصادي ځواکمنتیا په افغانستان کې د ثبات په ټینگښت کې مهم نقش لوبولی شي.

ښاغلی روبین زیاتوي "که افغانستان د چین، هند، ایران او مرکزي اسیا له اقتصادي پروژو سره وصل شي، همداسې به ارام شي لکه پنځوس کاله وړاندې چې لاوس، کمبوډیا او ویتنام ارام شول، ځکه چې د چین او جاپان له اقتصادونو سره وصل شول".

بشپړه مرکه دلته واورئ.

د افغانستان په اړه د لیکوال بارنیټ روبین سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:09:45 0:00

​د بارنیټ روبین لنډه پیژندنه:

بارنټ روبین د امریکا د بهرینو چارو په وزارت کې د اپریل ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٣ کاله پورې د افغانستان او پاکستان د خاص استاځي لوړ پوړی سلا کار و. د ٢٠٠١ کال د نومبر او دسمبر په میاشتو کې روبین په هغو مذاکراتو کې چې نتیجه یې د بون موافقه وه، د افغانستان د پاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي خاص سلاکار و. روبین د لسیزو راهیسي په افغانستان لیکنې کړې او د اتو کتابونو لیکوال دی. هغه نن سبا په نیویارک پوهنتون کې د نړیوالې همکارۍ د مرکز رئیس دی او هلته د افغانستان او پاکستان په شمول سیمه ایزه پروگرامونه اداره کوي. هغه

XS
SM
MD
LG