جمهور ريس ټرمپ د سه شنبې په ورځ ملگرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې د لومړي ځل لپار وينا وکړه .
جمهور رئیس ټرمپ وویل چې امریکا او متحدین یې د نړۍ په ځانگړې توگه له منځني ختیځ نه د "شر اچوونکو ترهگرو" نابودلو ته هوډمن دي.
ښاغلي ټرمپ د افغانستان لپاره خپله نوې پالیسي د مثال په توگه هم یاده کړه .
سياسي مبصرهاشم وحدتيار امريکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې د ولسمشر ټرمپ د خبرو په ځينو ټکو تبصره وکړه او ويي وويل:
د ټرمپ په خبرو کې ډيرهغه رازونه پراته و چې د دنيا ډير رهبران يي له ځان سره
لري اما په خبرو کې يی نه وايی خو د امريکا جمهور ريس دا ټولې خبرې په ډاگه کړې او په صراحت يي وويل:
هغه هيوادونه چې د دنيا امنيت ته گواښ وي د امريکا نه به آرام پاتې نشي.
دا چې د نړۍ لپاره د ټرمپ په خبرو کې څه پيغام و؟
سیاسي مبصر هاشم وحدتيار امريکا غږ سره په مرکه کې لمړې همدا پوښتنه ځواب کړی چې بشپړه مرکه يي دلته اوريدلائ شئ: