د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ راتلونکې ١۴ سیالۍ د چا سره لري؟


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نوي میلادي کال ٢٠١٨ لومړۍ لوبه د د فبروري په ٥ نیټه د زمبابوې سره شارجه کې کوي. دا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو شل اوریزو او پینځو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ سیالي ده. افغانستان به د فبروري په ٦ نیټه د زمبابوې سره شارجه کې دویمه شل اوریزه سیالي لري .چې دواړه د شارجې په وخت ماښام اووه بجې پیلیږي.دا لوبې په ژوندۍ بڼه په تلویزون خپریږي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د زمبابوې سره د پینځو یو ورځینیو سیالیو پیل د فبروري د ٩ مې نه شارجه کې کوي. یو ورځنۍ سیالۍ هم شپې او ورځې سیالۍ دي چې په محلي وخت دوه بجې ماسپښین پیلیږي. د شارجې په میدان د افغانستان او زمبابوې دویمه یو ورځنۍ سیالي د فبروري په ١١مه ، دریمه سیالي د فبروري په مه ١٣، څلورمه سیالي د فبروري په ١٦ مه او وروستۍ یو ورځنۍ سیالي د دې میاشتې په نولسمه نیټه کیږي.

د مارچ په میاشت کې زمبابوې کې د کرکټ د کال ٢٠١٩ دپاره د غوراوي سیالئ کیږي
د مارچ په میاشت کې زمبابوې کې د کرکټ د کال ٢٠١٩ دپاره د غوراوي سیالئ کیږي

د زمبابوې سره شارجې د سیالیو نه پس به افغانستان یوه هفته پس زمبابوې ته ځي او هلته به د کرکټ د نړیوال جام دپاره د کوالیفاینگ راونډ یا غوراوي سیالیو په لړ کې د کوربه زمبابوې په شمول څلور ټیمونو سره ب گروپ کې لوبیږي. الف گروپ کې ویسټ انډیز او ایرلینډ سره د دویمې درجې درې ټیمونه شامل دي. دا سیالۍ هم یو ورځنۍ دي.

د دې سیالیو په پای کې چې د لسو ټیمونو نه هر دوه ټیمونه پای لوبې ته ووتل ،هغه به کال ٢٠١٩ کې د کرکټ نړیوال جام کې د اتو نورو ټیمونو سره ملگري کیږي. د کرکټ راتلونکی نړیوال جام چې بل کال جون کې انگلستان کې کیدونکی دی،یوازې لس ټیمونه پکې لوبیږي.

د دې جام دپاره د غوراوي سیالیو د پیل نه مخکې د افغانستان ټیم د فبروري په ٢٧ نیټه د ویسټ انډیز سره هرارې کې تمرینی لوبه کوي. بیا د مارچ په لومړۍ نیټه د هالینډ سره دویمه تمریني لوبه لري. د تمریني لوبو نه پس د کوالیفاینگ راونډ لومړۍ لوبه د افغانستان او سکاټ لینډ ترمنځ ده. افغانستان کال ٢٠١٥ نړیوال جام کې یوازینۍ لوبه د سکاټ لینډ نه گټلې وه.

د دې سیالیو په لړ کې د افغانستان دویمه سیالي د مارچ په شپړمه د د کوربه ټیم زمبابوې سره ده. د مارچ په اتمه افغانستان د هانگ کانگ سره سیالي لري ،او څلورمه لوبه ېې د دویمې درجې د ټیمونو د روان ټورنامنټ نه راوتي یو ټیم سره کوي.

د اولې درجې څلور ټیمونه افغانستان ویسټ انډیز،زمبابوې او ایرلینډ یو بل سره رقابت کې دي.
د اولې درجې څلور ټیمونه افغانستان ویسټ انډیز،زمبابوې او ایرلینډ یو بل سره رقابت کې دي.

د دې څلور سیالیو نه پس چې کله دواړو گروپونو نه د سر درې ټیمونه معلوم شي،نو بیا به د سپر سیکس پړاو کېږي او د شپږو نه به دوه ټیمونه فاینل ته لاره مومي. افغانستان به هڅه کوي چې تر پای لوبې پورې ورسي او د کرکټ نړیوال جام ٢٠١٨ کې ځای ومومي.

د مارچ د میاشتې نه پس د اپریل او مي میاشتو کې د افغانستان د ملي ټیم د مصروفیاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شي.د افغانستان څلور لوبغاړي محمد نبي ،راشدخان ،مجیب ځدران او ظاهر خان به د اپریل په میاشت کې هند کې د ای پي ایل په تجارتي سیالیو کې لوبیږي ،چې دا به لومړۍ ځل وي چې څلور افغان لوبغاړی دې سیالیو کې اخیستل شوي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د جون په میاشت کې د هند په بنگلورو کرکټ میدان د کوربه ټیم سره د کرکټ لومړۍ ټیسټ سیالۍ ولري. د کرکټ د بشپړ غړیتوب او د ټیسټ درجې اخیستو نه پس به دا لومړۍ ځل وي چې افغانستان د هند په څېر اولې درجې ټیم سره لوبه لری. ټیسټ سیالي به د جون د څوارلسمې او اتلسمې ترمنځ پینځه ورځې دوام لري.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG