د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ غونډه د کابل سره په غمرازۍ بدله شوه


په ورجینیا کې میشت لږ تر لږه درې افغانان، د کابل په وروستیو چاودنو کې وژل شوې دي.
په ورجینیا کې میشت لږ تر لږه درې افغانان، د کابل په وروستیو چاودنو کې وژل شوې دي.

په کابل کې د وروستیو خونړیو بریدونو د درد څړیکې د امریکا د ورجینیا ایالت افغانانو هم احساس کړې دي.

یوشمېر افغانانو له اونیو وړاندې یې پتیلې وه، چې د افغانستان او استرالیا ترمنځ د ځوانانو د کرکټ لوبه په گډه وگوري، خو د لوبې تر پیلیدو وړاندې په کابل کې بل ترهگريز برید د خبر له رسیدو سم، غونډه غمجنه شوه.

په امریکا کې د افغانانو د پیاوړتیا په مرکز کې د وژل شویو کسانو لپاره د دعا تر څنگ د هغوی په یاد شمعې هم بلې شوې.

د کرکټ د لوبې د لیدو په موخه جوړه شوې غونډه تر ډیره حده د غمرازی غونډه ښکاریده.
د کرکټ د لوبې د لیدو په موخه جوړه شوې غونډه تر ډیره حده د غمرازی غونډه ښکاریده.

د یادونې وړ ده چې لږ تر لږه درې تنه امریکا میشت افغانان چې د کار او خپلوانو د لیدو لپاره افغانستان ته تللې وه، د کابل په وروستیو چاودنو کې وژل شوې دي.

په دې غونډه کې ماشومانو د افغانان د بیرغ د رنگونو لاسي توکي جوړ کړي وه، او په افغانستان کې یې د ماشومانو لپاره پیسې راغونډې کړې.

​په امریکا کې د میشتو افغانانو د پیاوړتیا د مرکز مشر نایل میاخیل وویل چې د خوښی او غمونو د ورځو د لمانځنې له لارې ددې ځای ځوانان د خپل اصلي ټاټوبي افغانستان سره د یووالي احساس کوي.

XS
SM
MD
LG