د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان به د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته څنگه رسیږي؟


د کرکټ د یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو سیالیو نړیوال جام کال ٢٠١٩ کې په انگلستان کې کیدونکې دي. د کرکټ د نړیوالې شورا د فیصلې په اساس راتلونکي نړیوال جام کې یوازې لس ټیمونه لوبیږي. چې دې لسو ټیمونو د انتخاب دپارهدوه لارې غوره شوي. چې یوه د راسا‎‎‎‎ رسیدو لار ده او بله ېې د غوراوي د سیالیو د لارې د رسیدو لار. د کرکټ د نړیوالې درجه بندۍ په اساس چې کوم ټیمونهد کال ٢٠١٧تر اخره په یو ورځنۍ سیالیو کېپه لومړیو اتو درجو کې پاتې وو،هغو د کال ٢٠١٩ نړیوال جام کې نیغ په نیغه ځای وموند او پاتې دوو ځایونو دپاره به د غوراوي سیالۍ کیږي. هغهاته ټیمونه چې کرکټ نړیوال جام ته رسیدلي هغې کې هند،پاکستان ،انگلستان،اسټرالیا، نیوزي لینډ،سویلي افریقا او سري لنکا شامل دي.

اوس به د مارچ په څلورمه د زمبابوې په کوربتوب لسم ټیمونه د یو بل سره سیالۍ کوي او د دې لسو ټیمونو نه به دوه ټیمونه د کال ٢٠١٩ نړیوال جام په لسو ټیمونوکې ځای مومي. د مارچ د څلورمې نه تر پینځه ویشتمې نیټې پورې کیدونکو سیالیو کې لوبیدونکي ټیمونه به دوه گروپونو کې گروپي سیالۍ کوي چې دې کې افغانستان په ب گروپ کې د کوربه هیواد زمبابوې،سکاټ لینډ ،هانگ کانگ او نیپال سره مخامخ کیږي. په ب گروپ کې ویسټ انډیز،ایرلینډ،پي این جي ،هالینډ او متحده عربي امارات ټیمونه شامل دي.

افغانستان به د غوراوي سیالیو په ب گروپ کې زمبابوې سره مخامخ کیږي
افغانستان به د غوراوي سیالیو په ب گروپ کې زمبابوې سره مخامخ کیږي

افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د مارچ په څلورمه نیټه د سکاټ لینډ سره کوي. دویمه سیالي به ېې د مارچ په شپږمه د کوربه ټیم زمبابوې، دریمه د مارچ په اتمه هانگ کانگ او اخري گروپ سیالي د مارچ په لسمه د نیپال سره وي. افغانستان د خپل گروپ د ټولو پینځو سیالو ټیمونو سره وخت په وخت شل اوریزې او پنځوس اوریزې سیالۍ کړي او ماتې ېې ورکړیدي. سکاټ لینډ ته ېې تیر نړیوال جام کې ماتې ورکړې وه. زمبابوې ته ېې په وروستيو سیالیو کې څلور سیالیو کېماتې ورکړه ،هانگ کانگ سره ېې هم لوبې زیاتره د افغانستان په بریا تمامې شوي. یوازې د نیپال ټیم دی چې افغانستان ورسره ډیره ښه تجربه نه لري ،نیپال دا ځانگړتیا لري چې په یوه ځانگړې ورځ مقابل ټیم حیران او پریشان کړي.

د گروپ سیالیو په نتیجه کې چې کوم درې ټیمونه د گروپ سرته ورسي، نو هغو به د مقابل گروپ درېو ټیمونو سره د شپږو ټیمونو په دویم پړاو یا سوپر سیکس (غوره شپږ) کې سیالۍ کوي. لکه ویسټ انډیز او ایرلینډ سره به مخامخ کیږي.هر ټیم به درې لوبې کوي او د سر دوه ټیمونه به فاینل ته ووځي. فاینل ته وتليدوه ټیمونه به د کرکټ نړیوال جام ته هم غوره شوي ټیمونه وي. په دې معنا افغانستان به اول د پینځو ټیمونو د جملې نه درې د سر ټیمونو کې ځان راولي او بیا به د دریو نورو لوبو نه داسې بریالی ووځي چې فاینل کې ځای پیدا کړي.

د کرکټ مبصرین د افغانستان اساسي قوت د راشد خان په گوتو کې ویني
د کرکټ مبصرین د افغانستان اساسي قوت د راشد خان په گوتو کې ویني

د کرکټ نړیوالې شورا د ویب پاڼې په اساسگروپ بکې افغانستان اصل سیالي د کوربه ټیم زمبابوې سره لري،ځکه چې زمبابوې پخپل میدان ،د خپلو وطنوالو په ملاتړ لوبیږي او د کور میدان فاید ورته رسي،خو د افغانستان کمال بیا د راشد خان ،مجیب ځدران په توپ اچونه کې ښودل شوی،چې دا وخت د نړۍ په غوره توپ اچونکو کې راځي.د کرکټ د ملي ټیم مشهور لوبغاړي محمد نبي د رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د کرکټ د نړیوال جام غوراوي سیالیو ته ټول افغان ولس په تمه دی او دوي ځان کې دا وړتیا ویني چې د کال ٢٠١٥ غوندې به د کال ٢٠١٩ نړیوال جام ته هم لاره ومومي او افغانستان ته به یو بل زیری هم ورکړي. د دې ټورنامنټ د اخري راونډ ټولې لوبې په تلویزون ښودل کیږی. د کرکټ ملي ټیم دې سیالیو دپاره د چمتوالي په هدف زمبابوې ته رسیدلی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG