د لاس رسي وړ اتصالات

واورو د امریکا په ځینو ایالتونو کې ژوند او کار ټکني کړي


د امریکا په شمال ختیځو ایالتونو کې پیل شوی سوړ توپان او شوې واورې په لسګونو زره خلک د بې برقۍ او نورو ستونزو سره مخامخ کړي.

د پنسلوانیا ایالت په ځینو برخو کې تر دیرشو سانتي مترو زیات واوره وریدلې، خو په فلیدلفیا او د نیویارک مرکزي ښار په پارک کې تر اوه انچه واوره شوې ده.

د باسټن په ښار کې خو نن (پنجشنبه۲۲مارچ) هم د څلورو نه تر نهه انچه واورې وریدو اټکل شوی دی.

تر څلور زره پروازونه د چهارشنبې په ورځ وځڼډیدل او په ځمکني ترانسپورت کې د آمټرک ټرین، د واشنګټن او باسټن ترمنځ خپل تګ راتګ بند کړ او ځینو ایالتونو خو آن مسافروړونکي سلګونه ټرکونه هم له لویو لارو منع کړي دي.

د واشنګټن ډي سي د واورو حال په دغه ویدیوي راپور کې وګورئ او واورئ.

د واشنګټن ډي سي ښاروال د چهارشنبې د سهار له نهو بجو څخه نیولې د پنجشنبې د سهار تر اوو بجو پورې اضطراري حالت اعلان کړی و. په دې مانا چې ټول فدرال دفترونه تړلي وو او ښوونځي به هم بند وو.

داسې وړاندې شوې وې چې د اتو او ۱۲ انچو ترمنځ به واوره وشي. تراوسه د کومې بدې پېښې یا مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی نه دی. اضطراري حالت ځکه اعلان شوی چې د مالي او انساني ممکنه تلفاتو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG