د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پوځي پر ځاځي میدان ولسوالۍ برید کړی و - جنرال ځدراڼ


جنرال ځدراڼ وایي د یکشنبې سهار نښته کې دوه افغان ملکيان وژل شوي او درې زخمیان شوي
جنرال ځدراڼ وایي د یکشنبې سهار نښته کې دوه افغان ملکيان وژل شوي او درې زخمیان شوي

د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست قوماندان جنرال عبدالحنان ځدراڼ امریکا غږ ته وویل، پاکستاني نظامیان د ځاځي میدان ولسوالۍ درې ساحو ته دننه شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د سخت ځواب سره مخامخ شول.

جنرال ځدراڼ وایي د یکشنبې سهار (اپریل۱۵) وسله واله نښته کې دوه افغان ملکيان وژل شوي او درې کسان زخمیان شوي دي. جنرال ځدراڼ دا هم وویل چې په ټوله سیمه کې ولسونو ته هیڅ تهدید نشته خو پاکستاني عسکر د پولې را اوړي او نا امني جوړوي.

د یکشنبې سهار د پیښې په اړه د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کرمه ایجنسۍ کې د پاکستان د سرحدي لوا پر ځواکونو باندې د افغانستان له لورې برید شوی دی چې دوه عسکر يي وژل شوې دي او پنځه نور ټپیان شوو.

دځاځي میدان ولسوالۍ اړونده ساحو کې د افغان او پاکستاني نظامیانو ترمنځ د وسله والې نښتې ځنی معلومات د خوست د امنیه قوماندانۍ د سرپرست قوماندان جنرال عبدالحنان ځدراڼ په مرکه کې واورئ:

د ځاځي میدان نښته
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00

XS
SM
MD
LG