د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو فعالانو د PTM د ملاتړو نیول غندلې


په پاکستان کې د پښتون ژغورنې تحریک د مشرانو او غړیو برسیره د بشري حقونو فعالانو او ډلو په اسلام اباد کې د دغه تح‏ریک د ملاتړو بندي کول غیر قانوني بللي او په سختو ټکو یې غندلې.

د پاکستان حکومت د هغې نه وروسته چې د پښتون تحریک د روان کال د جنورۍ په میاشتې کې د پښتنو د حقونو لپاره احتجاجونه پیل کړیدي، په بیلا بیلو سیمو کې د تحریک ملاتړي نیولي دي.

د پاکستان حکومت په وروستیو کې د پښتنو د ژغورنې تحریک یا PTM په لسگونه تنه ملاتړې محصلین نیولې دي.

منظور پښتین چې د PTM مشر دی، دغه شمیر ٣٧ ښیي.

محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې په اسلام اباد کې د خپلو ملگرو په غیر قانوني توگه د نیول کیدو په ضد به احتجاجونه کوي.

منظور پښتین په خپل فیسبک په اردو ژبه کې لیکلې چې د پاکستان د اساسي قوانینو په اساس په دغه ملک کې په یو چا د غدارۍ تور د پارلمان د منظورۍ نه وروسته لگول کیږي. هغه وویل چې د اسلام اباد پولیسو ٣٧ پښتانه محصلین پرته د قانوني اصولو د درناوې، په اډیاله بندیخانې کې بندیان کړیدي.

د دغو محصلینو د نیول کیدو خلاف په ټولنیزو رسنیو ځینو پاکستاني لیکوالانو او د حقونو فعالینو هم احتجاج وکړ.

د PTM فعالې غړې ثنا اعجاز په خپل فیس بک د دغو نیول شوو کسانو لسټ خپور کړ.

د بشري حقونو وکیلان چې د عاصمه جهانگیر په دفتر کې کار کوي، په خپل ټویټر داسې ولیکل

"د پوهنتون محصلین چې یوه اونۍ مخکې نیول شویدي، دې ژر تر ژره خوشي کړل شي. د دغو کسانو سره د مجرمانو پشان چلند کول د شرم وړ ده."

د یادونې وړ ده چې د اسلام اباد پولیسو دغه محصلین یوه اونۍ مخکې لدې کبله ونیول چې هغوي په اسلام اباد کې د مظبوعاتو د دفتر مخې ته د احتجاج نیت لرلو او چې څنگه راغونډ شول، د منظور پښتین له قوله, "پولیسو ونیول او پرته د قانوني اړ اقداماتو یې بندیان کړل".

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG