د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان اقلیمي تغیراتو ته امادګۍ لپاره میلیاردونه ډالر غواړي


د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، په افغانستان کې وچکالۍ، د هوا تودوخې، د ځنګلونو قطعه کول او سیلابونو په دغه هیواد کې اقلیمي بدلونونه رامنځته کړي دي.

د چاپیریال ساتنې دا ملي اداره دا هم وایي، چې افغانستان د ۲۰۲۰ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ اقلیمي بدلونونو ته د چمتوالي په خاطر ۱۷ میلیارد ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، د هوا تودوخه، د ځنګلونو پرې کول او سیلابونه په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو لامل شوي دي.

د یادې ادارې چارواکي وایي افغانستان په داسې حال کې چې د چاپیریال په برخه کې کافي ظرفیت او متخصیصین نلري اړ دي، چې په راتلونکو ۱۲ کلونو کې اقلیمي بدلون ته د چمتو والي لپاره له نړیوالو مرستندویه ادارو څخه ۱۷ میلیارد ډالر ترلاسه کړي.

د چاپیریال ساتني ادارې یوه چارواکي نعمان حکمت د "اقلیمي بدلون"په دوه ورځني کنفرانس کې وویل افغانستان اقلیمي بدلون ته د چمتوالي لپاره له بهرنیو او کورنیو ستونزو سره مخ دی، چې نه شي کولای له مرستندویه ادارو څخه په دې برخه کې په اسانۍ مرستې ترلاسه کړي.

سږ کال د نورو کلونو په پرتله د افغانستان ګڼ شمیر ولایتونه د وچکالۍ له امله زیانمن شول
سږ کال د نورو کلونو په پرتله د افغانستان ګڼ شمیر ولایتونه د وچکالۍ له امله زیانمن شول

د چاپیریال ساتنې ادارې دغه چارواکي وویل، په تیرو دوو کلونو کې افغانستان د ۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت د دریو سترو پروژو طرحې چې اقلیمي بدلون ته د چمتوالي په برخه کې طرحه شوې وې د نړۍ د شنه اقلیم صندوق ته چې د چاپیریال ساتنې د سترو مرستندویه صندوقونو څخه شمیر کیږي وړاندې کړې چې تر اوسه لا نده منل شوې.

په همدې حال کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې یو شمیر کورنۍ موسسې پر افغان حکومت غږ کوي چې چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون ته په خپل کار کې الویت ورکړي.

له اقلیم څخه د ملاتړ موسسې مشر احسان ضیا چې د اقلیمي بدلون ورکشاپ یې جوړ کړی وه، د دغه ورکشاپ د موخو په اړه وویل"د دغه ورکشاپ موخه داده چې د دولتي ادارو او نړیوالو شبکو تر منځ چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې کار کوي یوه منسجمه شبکه جوړه او یو واضح دریځ معلوم شي".

د وچکالۍ او د باران د نه کېدو له کبله د افغانستان ۷۰ سلنه برخه کې ژمني فصلونو اغیرمن شوي
د وچکالۍ او د باران د نه کېدو له کبله د افغانستان ۷۰ سلنه برخه کې ژمني فصلونو اغیرمن شوي

د چاپیریال ساتنې ملي اداره له افغان حکومته غواړي چې د اقلیمي بدلونونو د د مرستو جلبولو لپاره باید بهرني سیاستونه په پام کې ونیسي،ځکه دغه کار د نړیوالو مرستندویه مالي صندوقونو پر ادارو مخامخ اغیز لري.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره په داسې حال کې د اقلیمي بدلونونو خبره کوي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د افغانستان ګڼ شمیر ولایتونه د وچکالۍ له امله زیانمن شول.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې روانه وچکالي ښايي دوه میلیونه خلک د خوراکي موادو له کموالي او لږوالي سره مخامخ کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظمیومونکې اداره څه باندې یوه میاشت مخکې ویلي وه چې د وچکالۍ او د باران د نه کېدو له کبله د افغانستان ۷۰ سلنه برخه کې ژمني فصلونو اغیرمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG