د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمېسیون وايي، روانه اوونۍ د ولسمشرۍ انتخاباتو مهالوېش اعلانوي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون وايي، تر راتلوونکو دوو درېیو ورځو به د ولسمشرۍ انتخاباتو مهالوېش اعلان کړي.

د انتخاباتو کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد نن شنبه د«لړم پر۱۹مه» د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې د یاد مهالوېش د اعلانولو لپاره کافي وخت ولري او وايي، په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.

نوموړي زیاته کړه چې د دوی تخنیکي ټیمونه په دې اړه له نړیوالو ډونرانو سره کار کوي چې تر راتلونکو دوو یا درېیو ورځو به په مفصل ډول په ټولو جزئیاتو سره د جمهوري ریاست انتخاباتو مهالوېش اعلان کړي.

صیاد وویل چې د قانون له مخې د جمهوري ریاست انتخاباتو مهالوېش باید له انتخاباتو څخه ۱۲۰ ورځې مخکې اعلان شي چې د ده په وینا پنځه میاشتې ورته پاتې دي.

هغه وویل چې دوی راتلونکې کال د جمهوري ریاست، ولایتي، ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت پارلماني ټاکنې په مخ کې لري چې باید پر خپل ټاکلې وخت تر سره شي..

ټاکل شوې وه چې د ولسوالیو شوراګانو او غزني ټاکنې د پارلماني ټاکنو سره یو ځای تر سره شوي‌ وای، چې د نوموړي په وینا د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د نوماندانو د شرایطو نه پوره کولو او په غزني کې د ټاکنو د حوزوي کېدو پر سر جنجالانو دغه دواړه ټاکنې وځنډولې.

د انتخاباتو د کمېسیون رئیس وویل د ولسوالیو شوراګانو په ترسره کېدو کې مخکینې ستونزې پر ځای دي چې باید رفعه شي.

ټاکل شوې وه چې د جمهوري ریاست انتخاباتو مهالوېش نن شنبه اعلان شوی وای.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ډېر ژربه د ولسمشرۍ انتخاباتو مهالوېش اعلان کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات د شنبې په ورځ د «لړم پر ۱۹» امریکا ږغ ته وویل چې په دې اړه د دوی سلا مشورې روانې دي او ټاکل شوې دغه مهالوېش نن شنبه اعلان شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پر داسې مهال د مهالوېش د اعلان لپاره چمتووالی ښودلی چې د افغانستان سترو سیاسي ګوندونو او جریانونو د ولسمشرۍ د نوماندانو پر سر سلامشورې پیل کړي دي.

تر دامهاله ولسمشر غني‌ او په هند کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي‌ په رسمي‌ ډول راتلونکو ټاکنو ته د درېدو اعلان کړی دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان لوی ملي‌ ائتلاف ویلي و چې دغه ائتلاف د جمهوري ریاست انتخاباتي ټکټ ته د ولسمشر او اجرائیه ریاست لپاره درې درې مرستیالان په نظر کې نیولي چې ټول به اته تنه کېږي.

او ویلي و چې ډېر ژر به خپل نوماند اعلان کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د قانون لمخې یوازې درې نفري ټکټ چې یو یې ولسمشرۍ ته نوماند او دوه نور یې مرستیالان وي ځانونه کاندیدولای شي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸کال د وري میاشتې پر ۳۱مه نېټه تر سره شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پر داسې مهال د ولسمشرۍ انتخاباتو د مهال وېش د ژر اعلانېدو خبر ورکوي چې دغه کمېسیون د مېزان میاشتې پر ۲۸مه د ولسي جرګې انتخابات تر سره کړل.

XS
SM
MD
LG