د لاس رسي وړ اتصالات

پر ټولنیز شبکو د سولې اړوند د خلیلزاد څرګندونو ته خوشبیني


له وسله والو طالبانو سره د سولې د روغې جوړې په هدف د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرونیو څرګندونو افغانانو ته د سولې په اړه هیلې پیدا کړي دي.

ښاغلی خلیلزاد چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو څخه تر دوهمې لیدنې وروسته کابل ته راستو شوی پرون یکشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل هیله لري چې له طالبانو سره د سولې تړون د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې وشي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د سولې د خبرو د بهیر په اړه "په احتیاط خوشبین" او "هیله من" دی.

زلمي خلیلزاد وویل:"زه هیله لرم، چې طالبان او نور افغانان به د ټاکنو له نېټې د سولې تړون ته د رسېدلو لپاره د ضرب العجل په توګه کار واخلي، ترڅو د ټاکنو وړاندې د سولې تړون ته سره موافقې ته ورسېږي، دا به زما هیله وي او د افغانانو هیله هم ځکه کله، چې موږ ژر سولې ته ورسېږو ښه به وي".

د ښاغلي‌ خلیلزاد یادو څرګندونو ته په ټولنیزو شبکو کې د عامو افغانانو ترڅنګ یو شمېر افغان چارواکو هم خوشبیني ښودلې.

له یادو افغان چارواکو یو هم په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخلېوال د سولې وروستیو هڅو ته په اشاره ویلي:"چې زموږ مڼه پکار ده که د مڼې له ونې وي او یا له ناکه!"

د ټولنیزو رسنیو یوه بل کاروونکي حکمت کندهاري پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:

پر تولنیزو رسنیو سولې ته د خوشبیني په اړه نعمان دوست لیکلي:

که سوله راشي؛ د جمعې ورځې ته به څومره وارخطا یوو او آن د شپې به په دې فکر کوو چې سبا به چیرته ځوو.

د افغانستان د بشري حقونو کمېشنر او د طالبانو د مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن هوتک هم د سولې روانو هڅو ته په اشاره لیکلي چې:"د سولې لپاره هیڅ قیمت نشې ټاکل کیدلی."

په افغانستان کې روانه جګړه چې زوی پلار، پلار زوی، مېرمنې خاوند، خویندو وروڼه او مېندو خپل بچي او نژدې دوستان پکښي له لاسه ورکړي نو د سولې هر کوچنی څرک پر نېک پال نیسي.

دغه جګړې چې نه یوازې افغانانو ته یې ځاني زیان اړولی بلکې د ژوندانه پر ټولو اړخونو یې یو ډول نه یو ډول منفي اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG