د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمېسیون د جمعې په ورځ د لسو ولایتونو ابتدايي پایلې اعلانوي


د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په پام کې لري، چې د جمعې په ورځ د لسو ولایتونو د تلې د ۲۸ او ۲۹ ورځو ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق پرست د «لړم پر ۳۰مه» له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د کابل ولایت د ټاکنو پایلې به د لیندۍ میاشتې په لسمه نېټه اعلان شي.

ښاغلي حق پرست وویل:" ۳۳ ولایتونه سیسټم ته داخل شوي، تر ۴۵ فیصدو پورې د ۳۳ ولایتونو کارونه بشپړ شوي، د لسو ولایتونو کارونه سل فیصده بشپړ شوي، د دغو لسو ولایتونو پایلې به د جمعې په ورځ اعلان ته سپارل کېږي".

هغه وویل، چې په کابل ولایت کې له اتو سوو څخه زیات نوماندان د ولسي جرګې ټاکنو ته ولاړ وو، چې د هغوی د رایو شمېرل وخت ته اړتیا لرله نو ځکه کمېسیون پرېکړه کړې، چې د کابل ولایت د ټاکنو پایلې د لیندۍ په لسمه نېټه اعلان شي.

حق پرست: د کابل ولایت د ټاکنو پایلې د لیندۍ په لسمه ورځ اعلان شي.
حق پرست: د کابل ولایت د ټاکنو پایلې د لیندۍ په لسمه ورځ اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال‌ وېش له‌مخې د لړم د میاشتې ۱۹مه ورځ د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره په پام کې نیول شوې وه، خو د یو لړ ستونزو له امله دغه کمېسیون د لیندۍ دوهمه د ولایتونو د رایو د پایلو د اعلان لپاره او د لیندۍ لسمه د کابل ولایت د پایلو د اعلانولو لپاره ټاکلې وه.

خو د دغه کمېسیون چارواکي وايي، د لیندۍ په لسمه به یوازې د لسو ولایتونو پایلې اعلان شي.

د ټاکنو د کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق پرست د دې ځنډ یو علت د افغان پوځ له خوا پر وخت د ولایتونو او ولسوالیو څخه مرکزونو ته د رایو د صندوقونو او نورو حساسو موادو په لېږد کې ځنډ ښيي، خو دا هم مني، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د رایو د شمېرولو لپاره پوره کارکوونکي نه لرل.

ښاغلی حق پرست وویل:" د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته هم د ټاکنو د پایلو کیفیت او هم سرعت مهم دی، ترڅو داسې پایلې اعلان کړو، چې ټولو خلکو ته د منلو وړ وي".

حق پرست په اعلان کې د ځنډ لامل پر وخت مرکز ته د موادو نه رسېدل یاد کړل
حق پرست په اعلان کې د ځنډ لامل پر وخت مرکز ته د موادو نه رسېدل یاد کړل

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه چارواکي د دغه کمېسیون د کابل ولایت د سرپرست د ګوښه کېدو د پرېکړې په اړه وویل، چې د کمیسیون مشرتابه د هغه استعفی نه ده منلې او پرېکړه يې کړې، چې کوم تورونه چې محمد ظاهر اکبري د کمېسیون په دارالانشاء باندې لګوي په بشپړه توګه یې پلټنې وشي.

اوړمه ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي اکبري په لاسلیک د هغه استعفی خپره شوې وه، چې په کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دغه چارواکي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء په رئیس باندې په ټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې کړي وو.

XS
SM
MD
LG