د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو غړی وژل شوی


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د شنبې په ورځ په یوې لنډې اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د پوځ یو غړی په دغه هېواد کې وژل شوی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې دا نه دي په ډاګه شوي چې د امریکا د پوځ دغه غړی کله او چېري وژل شوی دی.

اعلامیه وايي، د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ لمخې تر څو چې د وژل شوي منسوب کورنۍ ته معلومات نه وي ورکړل شوي تر راتلونکو ۲۴ساعتونو به یې په اړه معلومات خپاره نشي.

د تېرې لړم میاشتې پر ۱۲مه نېټه په کابل کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یو بل امریکايي سرتېری په کابل کې په یو داخلي برید کې وژل شوی وو.

​نوموړی وژل شوی سرتېری برنټ ټیلور نومیدی چې له ښاروالۍ څخه تر ګوښه کېدو وروسته افغانستان ته د پوځي خدمت لپاره راغلی و.

د امریکا د دفاع وزارت وایي شاوخوا ١۴ زره امریکایي سرتیري په افغانستان ماموریت ترسره کوي چې د دوی ماموریت په عمده توگه د افغان ځواکونو روزل دي.

په افغانستان کې د امریکا په ١٧ کلنه جگړه کې چې ددې هیواد اوږده جگړه بلل کیږي څه دپاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG