د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د هوا له لارې د سل میلیون ډالرو صادرات کړي


د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایي چې ۲۰۱۸ کال په افغانستان کې د هوایي دهلېزونو له پرانیستې وروسته، د هوايي صادراتو کچه ۱۰۰ میلیون ډالرو ته ورسیده.

د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال اجمل حمید عبدالرحمیزي د چهارشنبې پر ورځ د «مرغومې پر ۱۲مه» خبریالانو ته وویل چې د هوایي دهلېزونو له لارې په۴۰۶ پروازونو کې ۵۲۰۰ ټنه سوداګریز توکي بېلابېلو هېوادونو ته ولېږدول شول.

​هغه وویل "د ۵۲۰۰ ټنه سوداګریزو توکو ارزښت سل میلیون ډالرو ته رسېږي، چې دا د سوداګرۍ په برخه کې یو ښه ګام دی".

زعفران، وچه او تازه مېوه هغه عمده توکي دي چې د هوایي دهلېزونو له لارې نړیوالو بازارنو ته صادر شوي دي.

افغانستان له بهرنیو هېوادونو سره دا مهال نهه هوایي دهلېزه لري.

افغانستان په لومړي ځل د کابل ـ ډهلي او کندهارـ امرتسر هوایي دهلېزونه د تېر کال په مرغومې میاشتې کې پرانیستل.

ښاغلي عبدالرحمیزي همدرانګه وویل، چې افغانستان دا مهال د هوایي دهلېزونو سربېره د صادراتو لپاره ځمکنۍ بدیلې لارې لري، چې ښه مثال یې د لاجوردو لار ده.

  • اصلاحات او لاسته راوړنې

ښاغلي عبدالرحمیزي وویل، چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۱۹ فیصده ډېر شوي او دغه وزارت توانېدلی دی، چې خپله ۹۶ فیصده پراختیایي بودیجه مصرف کړي.

هغه وویل، چې افغان حکومت د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د سوداګرۍجواز له دېرش زره افغانیو څخه سل افغانیو ته ټیټ کړی دی.

هغه همدارنګه وویل، چې په ۲۰۱۸ کال کې حکومت د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲سوه هکټاره ځمکه ځانګړې کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وویل، چې دغه وزارت د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د خصوصي سکټور د پراختیا لپاره د لومړیتوبونو ملي برنامه وروستۍ کړې.

هغه وویل، چې دغه برنامه د پانګونې لپاره د امن چاپېریال، خصوصي سکټور ته د سوداګرۍ او ترانزیت منځته راوړلو او د پانګونې پر پراختیا متمرکزه ده.

XS
SM
MD
LG