د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتور: ټرمپ دې پاکستاني او افغان مشرانو سره وګوري


امریکايي سناتور لینډزي ګراهام په پاکستان کې له صدراعظم عمران خان سره ملاقات کړیدی او وایي چې د ټرمپ نه به وغواړي چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه دې د پاکستان او افغانستان له مشرانو سره وګوري.

امریکایي لوړپوړي سناتور لینډزي ګراهام عمران خان د "بدلون استاځی" وباله.

ښاعلی گراهام چې د ټرمپ نژدی ملګری دی، په اسلام اباد کې له عمران خان سره ملاقات کړیدی. هغه عمران خان "نوی متحد" وباله او وايي چې هغه د افغانستان د سولې په پروسې کې مرسته کولی شي.

ګراهام وايي " زه به ټرمپ دې ته وهڅوم چې له عمران خان سره چې څومره ژر کیدی شي، ملاقات وکړي، زه فکر کوم هغوی به دا کار وکړي، دواړه یو شان شخصیتونه لري، پر عمران خان له تیرو لسو یا شلو کلنو راپدیخوا انتقاد کېږی چې له طالبانو سره د پخلاینې خبرې کوي؛ د هغه خبره سمه وه. یوه خبره چې زه څه غواړم وکړم ، هغه دا ده چې په افغانستان کې جګړه د پخلاینې له لارې حل کیدی شي " .

ولسمشر ټرمپ له تیرو دوو کلونو راهیسې په پاکستان سختې نیوکې کړې دي او پاکستان ته یې ټولې امنیتي مرستې ځنډولي دي. ګراهام وايي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د باور نشتوالي، د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیز کړی دی.

په تیرو څو میاشتو کې یو شمیر امریکايي چارواکو ویلي دي چې پاکستان د افغانستان کشالې سره همکاري کوي، خو په ورته وخت کې د هغه څه په اړه هم محتاط دي چې دوی ېې د پاکستان د دوه مخیي سیاست تاریخ بولي.

د لینډزي گراهام په وینا امریکا او پاکستان باید د راکړې ورکړې د اړیکو پر ځای، اوږدمهاله ستراتیژیکه ملګرتیا وکړي.

سناتور گراهام وویل: "باور لري د دغو دواړو ملاقات به گټور وي، ځکه دوي یو ډول شخصیت لري. عمران خان د بدلون هغه استاځی دی چې زه یې په تمه وم."

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ په خپله هم څو ورځې مخکې ویلي و چې د پاکستان د صدراعظم سره د ملاقات نیت لري.

ولسمشر ټرمپ د تیرو دوو کلونو نه په پاکستان باندي سخت انتقادونه کړيدي او پاکستان ته یې ټول امنیتي مرستې ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG