د لاس رسي وړ اتصالات

ګردېز کې د مسکو د غونډې ضد لاریون شوی


په داسې حال کې چې نن په مسکو کې د ملي يووالي حکومت افغان مخالف سياسيون له طالب استازو سره په يوه غونډه کې راټول شوي، په ګردېز ښار کې سلګونو خلکو ددغه کنفرانس پرضد لاريون ترسره کړ.

لاريون کوونکو د مسکو د غونډې پرضد او د امنيتي ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکول.

دوی ياده شوې غونډه د افغانستان د خيرښګېڼې پر خلاف وبلله او ويې ويل چې د غونډې ګډونوال د دغه هېواد استازيتوب نشي کولای.

د بين الافغاني مذاکراتو يادې غونډې ته پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی، د هغه د واکمنۍ پرمهال يو شمېر پخواني وزيران، ځينې پخواني طالب چارواکي او د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو لس کسيز پلاوی ګډون لري.

د ګردېز لاريون کوونکو د مسکو غونډې د غندنې تر څنګ د سولې په راتلو سره د امنيتي ځواکونو له منحل کېدو سره هم کلک مخالفت څرګند کړ.

د دوی اشاره د طالب مرکچي عباس ستانکزي هغو څرګندونو ته وه، چې ويلي وو، د سولې په کيدو سره به افغان امنيتي ځواکونه منحل کړي.

په دغه لاريون کې يو شمېر خلکو د ځينو افغان ملي امنيتي ځواکونو غاړو ته اميلونه واچول او ګلان يې ورکړل.

امنيتي ځواکونو د خلکو د ملاتړ او ستاينې په غبرګون کې له هېواده د کلکې دفاع ژمنه وکړه.

يوه سرتېري وويل: ”اته کاله کېږي چې په مختلفو ولايتونو کې دنده ترسره کوم. انشاالله که زما په بدن يو څاڅکی وينه هم وي، دښمن ته به ماتې ورکوو. هغه که پنجابی او که بل د حکومت وسله وال مخالف وي‟.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې د مسکو غونډه د افغان حکومت لپاره مشروعيت نه لري او که کومه پرېکړه دغه کنفرانس کې کېږي، دوی ته د منلو وړ نه ده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG