د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال وجهي صندوق په اقتصادي مشکلاتو اخته پاکستان ته پور ورکوي


د پاکستان صدراعظم عمران خان په یو نړیوال کانفرنس کې د گډون لپاره دوبۍ ته د سفر په مهال د نړیوال وجهي صندوق د مشرې سره ملاقات کړیدی.

ښاغلي عمران خان د نړیوال وجهي صندوق مشرې کرسټینا لیگارډ ته په پاکستان کې د اداري فساد د مخنیوې لپاره خپله تگلاره وړاندې کړه.

اغلې لیگارډ د ملاقات نه وروسته په یوې اعلامیې کې دغه پرمختگ وباله او وی ویل چې د خان سره یې د پاکستان د اقتصادي ودې په اړه گټورې خبرې شویدي.

لیگارډ وویل چې مونږ د پاکستان سره د مرستې لپاره تیار یو او د یوې سمې تگلارې په اساس به دغه هیواد اقتصادي وده کوي.

د پاکستان د حکومت د یوې مودې راهیسې د نړیوال صندوق د مشرانو سره خبرې روانې وی خو پاکستان ویل چې د صندوق د ځینو شرایط سره د اختلاف له کبله کومې موافقې ته لا ندي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG