د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران سپاه پاسدران ځواکونه یو ترهګر سازمان وپېژنده


امریکا د ایران سپاه پاسدران ځواکونه یو ترهګر سازمان وپېژنده
امریکا د ایران سپاه پاسدران ځواکونه یو ترهګر سازمان وپېژنده

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ (وري ١٩) د ایران پاسداران انقلاب اسلامي سازمان د یو ترهگر سازمان په توگه وپیژنده.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا حکومت په رسمي ډول د یو بهرني هیواد پوځ د تروریستي سازمانونو په لیست کې شاملوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د بهرنیو تروریستي سازمانونو په لست کې شامل کړل.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه په نړیواله کچه د تروریستي فعالیتونو لپاره د ایران د حکومت اصلي وسیله ده.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا حکومت په رسمي ډول د یو هیواد پوځ د تروریستي سازمانونو په لیست کې شاملوي.

پدې ترڅ کې منتقدینو خبرداری ورکړی دی چې دغه حرکت ښایي نادوستو هیوادونو ته ددې زمینه برابره کړي چې د امریکا پوځ او استخباراتي چارواکو په وړاندې ورته عمل وکړي.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي "د سپاه پاسداران انقلاب سره کاروبار او یا یې ملاتړ کول، د تروریزم مالي ملاتړ کول دي".

د امریکا متحده ایالاتو همدا اوس د ایران د سپاه پاسداران سازمان اړوند په لسگونو کسان او بنسټونه په تور لیست کې شامل کړي خو پخپله دغه سازمان یې تر اوسه د ترهگرو په لست کې نه و شامل کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې پخوا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي آی اې مشر هم و، د ایران په هکله یې د ټرمپ د حکومت د جدي دریځ غوره کولو لپاره هلې ځلې کړي دي.

په همدې حال کې ایران خبرداری ورکړی که امریکا په تروریستي سازمانونو کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه شامل کړي، په لویدیځه آسیا کې به د امریکا پوځ آرامه پاتې نشي. ایران په مشخص ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستل شوی، خو دا مهال ۱۰زره امریکايي سرتیري په افغانستان کې دیره دي چې افغان ځواکونه روزي، سلا مشورې او تجهیزات ورکوي.

امریکا ایران په وار وار په منځني ختیځ کې د ترهګرو په پاللو او نا امنیو په پارولو تورن کړی دی.

XS
SM
MD
LG