د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې یوه کورنۍ ټوله په مخدراتو معتاده ده.


په غزني کې یوه کورنۍ ټوله په مخدراتو معتاده ده.
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

په غزني کې یوه داسې کورنۍ شته، چې د کورنۍ ټول غړي یې په مخدره موادو اخته دي او دا معتاده کورنۍ هیروین، اپین او شیشه کاروي.


په غزني کې یوه داسې کورنۍ شته، چې د کورنۍ ټول غړي یې په مخدره موادو اخته دي او دا معتاده کورنۍ هیروین، اپین او شیشه کاروي.

یاده کورنۍ چې درې فامیلونه لري د واغظ له ولسوالۍ څخه غزني ښار ته را کډه شوې او اوس مهال د ښار په توحید آباد سیمه کې په یوه زړه کیږدۍ کې شپې او ورځې سبا کوي.

د دې کورنۍ سرپرست محمد خان له امریکا غږ آشنا تلویزون سره په خبرو کې وویل چې له اعتیاده وړاندې يې ښه ژوند درلود، خو مخدراتو یې ژوند سخت تریخ کړی دی.

محمد خان وايي، د ده او د وروڼو له لاسه يې مېرمنې او آن ماشومان نه یوازي په پوډرو روږدي شوي بلکه د کورنۍ ټول غړي يې فقر ته مجبور شوي.

نوموړی وايي، هغه پیسې چې مېرمنې او ماشومان يې د ورځې په سوال او فقر پیدا کوي په پوډرو او شیشه ورکوي او بیا يې ټوله کورنۍ پر یوځای څکوي.

محمد خان وايي "موږ په کور کې درۍ وروڼه یو هر یو ښځه او ماشومان لري او ټول په نشه يي توکو روږدي یو".

ددې کورنۍ یو اووه کلن ماشوم جانان چي پوډر څکوي خپل مور او پلار ته اشاره کوي او وايي چې زه دوی پرې اخته کړی یم. جانان وايي" زه په دې موادو مور او پلار اخته کړم، ویل ښه شی دي".

بلخوا زلیخا چې د خان محمد د مشر ورور مېرمن ده، د معتاد کېدو تر ټولو جالب داستان لري.

دا خپله کیسه داسې کوي "زما خاوند امیرخان معتاد وو او زه به یې کله کله اړ ایستلم چې دود ووهم، زه په ځان نه پوهېدم چې زه روږدې شوې یم ، یوه ورځ په کور کې زما له خاوند سره پوډر نه وو زما سترګي سرې وې او له پوزې مې اوبه راتلې چې دا بل لېور ولیدم، ویل ولي دي سترګې سرې دي ما ورته وویل چې زه ناروغه یم، ده راته وویل کېدای شي چې له امیرخان سره په موادو روږدي شوې يي".

زلیخا وايي، خاوند مې قصدآ د دې له امله په پوډرو اخته کړم چې د خلکو زړه پرې وسوځي او نشه يي مواد ترلاسه کړي.

زلیخا وايي "ما خاوند ته ویل زه معتاده شوې یم، هغه وخندل او ويې ویل دومره اسانه نه معتادېږې، زه نه پوهېدم چې دا به مو ژوند تباه کوي او دومره دردونه به لري".

د دې کورنۍ غړي وايي، غواړي له دې حالت څخه ووځي خو د وتلو چاره يې نه ویني، دوی له دولت، خیریه بنسټونو او تجارانو وغوښتل چې لاس نیوی یې وکړي.
XS
SM
MD
LG