د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې د ګوزڼ د خپریدو ویره شته - روغتیا وزارت


د فراه ولایت روغتیایي مسوولین وایي چې یواځې په کلینیکونو کې د واکسین تطبیق ددې سبب شوی چې په بکواه ولسوالۍ کې په لسګونه زره ماشومان د پولیو له څاڅکو بې برخې پاتې شي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق وایي چې تیره اونۍ د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د پولیو یوه نوې پیښه ثبت شوې چې له کبله یې د دوي اندیښنه لا هم زیاته کړې ده.

د ډاکټر شایق په وینا، د فراه په ولسوالیو کې د دولت وسله وال مخالفین د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو ته د تطبیق اجازه نه ورکوي او هر ځل په لسګونه زره هغه ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې کیږي چې عمرونه یې د پنځو کلونو څخه ټیټ وي.

ښاغلي شایق وویل: "روان کال کابو اته میاشتې د دولت وسله والو مخالفینو د پولیو واکسین تطبیق ته اجازه ورنکړه او اوس هم دغه واکسین یواځې په کلینیکونو کې کیږي‎. ستونزه دا ده چې دغه کلینیکونه د ډیرو کلیو څخه لرې پراته دي چې له کبله یې بې شمیره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه رسیږي."

په دغې ولسوالۍ کې د ګوزڼ پيښې د روغتیایي مسئولینو سربیره، دیني عالمان هم انديښمن کړې دي.

د دغې ولسوالۍ یو دیني عالم، مولوي عبدالرحیم وایي، د ګوزڼ واکسین د اسلامي شریعت له اړخه حلال دی او ټول مسلمانان باید د ګوزڼ د ناروغۍ کابو کولو په موخه خپل ماشومان واکسین کړي.

همدا راز د فراه اوسېدونکي هم د دولت له وسله والو مخالفینو او عامو خلکو څخه غواړي، چې د پولیو واکسین سره د مخالفت پر ځای له واکسین کوونکو سره مرسته وکړي.

د سیمې قومي مشر استاد حمیدالله خان پدې هکله وايي: "د پولیو واکسین یو ډول وقایوي درمل دي او د کارولو په اړه یې په نړېواله کچه پریکړه شوې چې له دغې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژرغورلو یواځينې لار د پولیو واکسین دی. اړینه ده، چې ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي او ځوک یې پر وړاندې مخالفت ونکړي".

تر دې وړاندې په کال ۲۰۱۴ کې د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د پولیو مثبته پيښه ثبت شوې وه.

XS
SM
MD
LG