د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه ولایت کې د پولیو ویروس د بیا خپریدو اندیښنه – چارواکي


د فراه ولایت روغتیايي چارواکي وايي د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ مخنېوې په موخه کلک اقدامات نېولي دي، خو بیا هم د دغه ویروس د خپرېدو انديښنه شته.

د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق وویل: "د پولیو یا فلج ناروغۍ ویروس د فراه په بکواه ولسوالۍ او سېمه کې شتون لري، نو کله چې پولیو واکسین تطبیق نشي، هغه واړه ماشومان چې نوې پیدا کیږي په پولیو ناروغۍ اخته کیږي او هغه ماشومان د پولیو ویروس تر اغیزي لاندې راځي چې واکسین نه ورسیږي".

ښاغلي شایق زیاته کړه چې کور په کور د پولیو د واکسین د کمپاین په بندیدو سره یو ځل بیا د دې ولایت په بکواه ولسوالۍ او یو شمېر نورو سېمو کې د پولیو ویروس خپور شوي دي. هغه وایي د دې خطرناک ویروس مخنېوې لپاره یې هلې ځلې ګړندی کړې دي.

د فراه یو تن مدني فعال یعقوب مفتون د دولت وسله والو مخالفینو څخه غواړي، چې د وړو ماشومانو د ژغورنې په موخه دې، ګوزڼ ضد واکسین ته کور په کور اجازه ورکړي: "زه هېله لرم چې د پولیو واکسین په څانګه کې د دولت وسله وال مخالفین همکارې وکړي."

د فراه ولایت اوسېدونکۍ عبدالاحد وارث، بیا روغتیايي چارواکو او د دولت وسله والو مخالفینو ته په خپل پیغام کې وایي چې، پولیو واکسین دې نه سیاسي کوي.

هغه زیاتوي: " دولت او وسله وال مخالفین باید د پولیو واکسین تطبیق په څانګه کښې خپله همکارې ونه سپموي. او دولت اړونده چارواکو څخه هم غواړو چې د پولیو واکسین کمپاینونه په سمه توګه تطبیق کړي تر څو دغه ناروغې زموږ له ماشومانو څخه ورکه شي."

روغتیایي کارکونکي وایي، چې په پولیو ناروغۍ په ټوله نړۍ کې محوه شوې، یوازې افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې میشتو سیمو کې یې د پولیو ویروس پاتې دی. که چیرې دا ویروس محوه نشي نو یو ځل بیا به ټوله نړۍ ته سرایت وکړي.

XS
SM
MD
LG