د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: له ما سره چې کوم سلوک شوی، باید له هیڅ ولسمشر سره ونشي


د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د خپلې استیضاح د محکمې څخه براات اخیستو وروسته وویل چې هغه څه چې ده سره شوي، باید له هیڅ ولسمشر سره ونشي.

ښاغلي ټرمپ چې نن د پنجشنبې په ورځ (فبروری ۶) په سپینې ماڼۍ کې خبرې کولې، وویل: "ما هیڅ غلطي نه وه کړې، خو په ډیرې بې انصافۍ یې زمونږ لپاره دوزخ جوړ کړی و. "

ددې سره ولسمشر ټرمپ وویل چې دې هرڅه ته د لویې لاسته راوړنې او کامیابۍ په سترګه ګوري. هغه وویل چې د هغه د استیضاح لپاره درې کاله وړاندې کار پیل شوی و.

ولسمشر ټرمپ باندې د کانګرس د استازو مجلس لخوا چې ډیری غړي یې دموکراټان دي "له قدرت څخه ناوړه ګټې اخیستنې" او "د کانګرس د کار مخنیوي" تورونه لګیدلي و خو بیا د سنا په مجلس کې چې ډیری غړي یې جمهوري غوښتونکي دي براات ورکړل شو.

ولسمشر ټرمپ همداراز د خپل حقوقي ډلې، د جمهوري غوښتونکو سناتورانو او استازو او په ځانګړې توګه د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکې ډلې مشر مچ مکانل څخه مننه وکړه.

ټرمپ وویل": دموکراټان ډیر ناوړه سیاستمداران دي، دوي د مالیو لوړول او غیر قانونِ کډوالو پر وړاندې د پولو خلاصول غواړي. دوي غواړي چې مونږ د خپلو مالیه ورکوونکو له پیسو څخه غیرقانوني کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړو او هغوي ته د روغتیا وړیا بیمه ورکړو. د هغو د بریدونو تاکتیکونه ډیر ناوړه دي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د دموکرات ګوند د استازو د ډیر زیات فشار سربیره یې په خپلې کاري دوره کې ښه کارونه کړي دي خو ددغه فشارونو په نه شتون کې به یې تر دې هم ډیر ښه کار کړی و.

د چهارشنبې په غونډه کې یواځینی جمهوري غوښتونکی سناتور چې د ټرمپ خلاف یې پریکړه وکړه، مت رامني وو. هغه ویلي و چې د یو دینداره مسیحي په توګه نشي کولی د ولسمشر ټرمپ په ناوړه کارونو سترګې پټې کړي.

XS
SM
MD
LG