د لاس رسي وړ اتصالات

حقاني: د امریکا او طالبانو موافقه په خطر کې ده


د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو د ډلې معاون عبدالغني برادر په دوحه کې د موافقې تر لاسلیک وروسته.
د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو د ډلې معاون عبدالغني برادر په دوحه کې د موافقې تر لاسلیک وروسته.

په واشنګټن کې د هدسن څیړنیز مرکز د جنوبي او مرکزي آسیا د څانګې رئیس او په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني د امریکا او طالبانو موافقه د کمیو ډکه ګڼي.

حسین حقاني وایي طالبان د افغانستان د ډیر محدود شمیر خلکو استازیتوب کوي او افغانان طالبان نه غواړي.

ښاغلي حقاني د امریکاغږ-اشناتلویزیون سره د چهارشنبې په ورځ (مارچ۴) مرکه کې وویل چې د شوې موافقې څخه امریکا او طالبان توپیرې تعریفونه لري.

د حقاني په باور، امریکا ګمان کوي چې د موافقې له مخې به افغانستان امن شي، او طالبان داسی انګیري چې امریکا به له افغانستان نه ووځي.

ښاغلي حقاني د (پاکستان: د جومات او پوځ ترمنځ) په نوم مشهوره کتاب لیکوال دی چې د طالبانو په څير د مذهبي ډلو سره د پاکستان د پوځ اړیکې څرګندوي. حقاني وایي طالبان داسی سوله غواړي چې د خپل اړخه ورته تعریف لري – یعنې ټول اړخونه مات شوي بولي او هر ډول عقیده چې ورته معتبره ده، هغه په ټول تحمیل کوي چې دا کار يي په خپل حاکمیت کې تجربه کړ او ښه پایلې يي نلرلې.

د ښاغلي حقاني پوره مرکه دلته لیدلې شئ:

د حسین حقاني سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:45 0:00

XS
SM
MD
LG