د لاس رسي وړ اتصالات

‏ غزني کې په يوه کور کې چاودنې ۱۵ ملکيان وژلي


عکس ارشيف
عکس ارشيف

د کورنيو چارو وزارت وايي ن د غزني ولايت د ګيلان په ولسوالۍ کې په يوه کور کې چاودنې ۱۵ تنه ملکیان وژلي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

چاودنه نن د جمعې په ورځ، ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۸) شوې.

د وزارت وياند طارق آرین ويلي چې چاودنه دوه بجې د ګیلان ولسوالۍ په اغا جان سيمه کې په يوه کور کې په زرنج موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو موادو له امله شوې ده٠

د چاودنې پر مهال په دغه کور کې د قران کريم ختم روان و٠

د غزني والي وياند وحيدالله جمعه زاده ویلي چې د لومړنيو معلوماتو په اساس په چاودنې کې ١١ ماشومان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان شوي دي٠

بلخوا د غزني د روغتيا رٸيس ډاکتر ظاهرشاه نېکمل وايي چې دوى ته د چاودنې له ځايه ١٢ مړي او ١١ ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي٠

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې٠

XS
SM
MD
LG