د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د سریلانکا یو اوسیدونکی اسلام ته د سپکاوي په تور وژل شوی


مظاهره چیانو د تورن شخص جسد ته تر وژل کیدو وروسته اور اچولی.
مظاهره چیانو د تورن شخص جسد ته تر وژل کیدو وروسته اور اچولی.

په پاکستان کې د پاریدلو خلکو یوې ډلې د سریلانکا یو اوسیدونکی پدې تور وهلی او وژلي چې داسې پوسترونه یې شکولي چې د اسلام د پغمبر حضرت محمد نوم پرې لیکل شوی و.

پیښه د پنجاب ایالت د سیالکوټ ولسوالۍ په یوې فابریکې کې شوې.

د ولسوالۍ د پولیسو مشر ارماګن ګونډال ویلي چې لومړني معلومات ښیي چې پاریدلو خلکو اول د پریانتا دیاوندانا په نامه سریلانکایی په فابریکې کې دننه وژلی او بیا یې د هغه مړي ته په عام محضر کې اور اچولی.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې پکې ښودل کیږي چې پاریدلي خلک د دې سریلانکایي جسد چې د سخت تشدد نښې پکې ښکاري د فابریکې نه بهر راباسي او بیا د سلګونو مظاهره چیانو په مخکې ورته اور اچوي.

په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي په تور په تورنو کسانو د پاریدلو خلکو بریدونه نوې خبر نده خو په بهرنیو اتباعو دا ډول بریدونه بیا ډیر لږ کیږي.

د پاکستان په قانون کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی د مرګ سزا لري خو د بشري حقونو داخلي او بهرنۍ ډلې وایي چې ځیني وختونه دغه ډول تورونه د شخصي دښمنیو په قضیو او مذهبي اقلیتونو د ډارولو لپاره کارول کیږي.

د پنجاب ایالت اعلی وزیر عثمان بوزدار د پیښې په هکله په ټویټر کې لیکلي چې پولیسو ته یې د دې سریلانکایي د وژل کیدو د څیړنې امر کړی.

په همدې حال کې په مذهبي چارو کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان ځانګړي سلاکار مولانا طاهر اشرفي دا پیښه غندلې او هغوي ته چې په پیښه کې لاس لري د سختې سزا ورکولو ژمنه کړې.

د پنجاب ایالت د سیالکوټ په ولسوالۍ د دې پیښې نه یوه اوونۍ وړاندې د خیبر پښتونخوا د چارسدې په ولسوالۍ کې هم یوې ډلې پاریدلو خلکو وروسته تر هغه د پولیسو څو مرکزونو ته اور واچاوه چې پولیسو یو کس چې دماغي حالت یې سم نه و او دا تور پرې و چې ګواکې قرانکریم ته یې اور اچولی، مظاهره چیانو ته د سپارلو څخه انکار کړی و.

د پاکستان په حکومت د تیرو څو لسیزو راپدیخوا فشار دی چې اسلام ته د سپکاوي قوانین بدل کړي خو پدې هیواد کې اسلام پالو ډلو ددې کار سره جدي مخالف ښودلی.

د پنجاب یو پخوانی والي په ۲۰۱۱ کال کې وروسته تر هغه د خپل ساتونکي لخوا ووژل شو چې د یوې مسیحۍ میرمن عاصیه بي بي په طرفدارۍ چې اسلام ته د سپکاوي تور پرې و، خبرې وکړلې.

دا میرمن اته کاله په زندان کې وه او د مرګ سزا پرې راختلې وه خو وروسته محکمې وبخښله او د خپلې کورنۍ سره یو ځای کاناډا ته ولاړه.

XS
SM
MD
LG