د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا، روسیه په اوکراین کې د 'لاس پوڅی رژیم' په جوړولو تورنه کړه


د روسیې او اوکراین پوله
د روسیې او اوکراین پوله

د بریتانیا د صدراعظم مرستیال ډومینک راب ویلي چې که روسیه په اوکراین کې ‘لاس پوڅی رژیم’ نصب کړي د سختو اقتصادي بندیزونو سره به مخامخ شي.

بریتانیا د شنبې په ورځ وویل چې د روسیې استخباراتي مامورین د اوکراین د یو شمیر پخوانیو سیاستوالو سره په اوکراین باندې د خپل یرغل د پلان د یوې برخې په توګه په تماس کې دي.

ډومینک راب د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۳ (سلواغې دریمه) ددې هیواد د سکای نیوز تلویزیون ته وویل: «که روسیه په اوکراین باندې یرغل وکړي او یا هلته لاس پوڅی رژیم نصب کړي د سختو عواقبو سره به مخامخ شي.»

دا پداسې حال کې دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه ډول تبصرې «بې خبري» ګڼلي او بریتانیا او ناټو یې د اوکراین پر سر د «کړکیچ په پراخولو» تورن کړي دي.

خو د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پوډولیاک وایي چې پر روسیې باندې لګول شوي تورونه باید جدي وګڼل شي.

د بریتانیا له لورې پر روسیې باندې د اوکراین په اړوند تورونه د شنبې په ورځ ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له لورې په داسې حال کې ولګول شول چې د روسیې او لویدیځ ترمنځ د اوکراین پر سر کړکیچ خورا جدي شوی دی.

روسیې چې خپل شاوخوا ۱۰۰ زره ځواکونه یې د اوکراین د پولې په اوږدو کې ځای پر خای کړي، وایي پر اوکراین د برید طرحه نلري، خو د ناټو تړون او متحده ایالاتو څخه یې غوښتي چې اوکراین د ناټو غړی نشي او د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې پوځي اډې جوړې نکړي.

له بلې خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تیرې جمعې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې اوله) په ژنیو کې سره وکتل او د اوکراین په اړه د کړکیچ د راکمولو لپاره یې په زیاتو مذاکراتو موافقه وکړه.

انتوني بلینکن د سرګي لاوروف سره د جمعې د ورځې د لیدنې کتنې وروسته وویل چې واشنګټن به راتلونکې اونۍ خپل نظریات له مسکو سره په لیکلې بڼه شریک کړي؛ هغه څرګندونې چې د دپلوماسۍ د دوام هیلې راژوندۍ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې تر اوسه نه پوهیږي چې سمې لور ته یې مخه کړې که نه، خو دومره پوهیږي چې د مسکو امنیتي اندیښنو ته به ځواب وویل شي.

XS
SM
MD
LG