د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د روسیې په غوښتنه له بلغاریا او رومانیا څخه نه وځو


د ناټو د تړون ویاندې اوانا لنجسکو د جمعې په ورځ د جنورۍ ۲۱ ( سلواغې ۱) وویل ناټو به د خپلو ختیځو متحدینو په هیوادونو کې د خپلو ځواکونو د شتون په ګډون، د یو او بل د ساتنې او دفاع وړتیا له لاسه ورنه کړي.

هغې وویل د روسیې غوښتنه به د ناټو د لومړۍ او دوهمې درجې لرونکي، غړي هیوادونه رامنځته کړي چې مونږ یې نشو منلی.

آغلې لنجسکو زیاته کړه:‌" مونږ د اروپا په قلمرو کې د نفوذ هره نظریه ردوو. مونږ به د خپلې ټولیزې د فاع په ګډون تل د خپل امنیتي چاپیریال د هر ډول خرابېدو په وړاندې غبرګون وښیو. ناټو بیداره ده او په دومداره توګه په خپلو ختیځو پولو کې د خپلو ځواکونو د تقویې اړتیا، ارزوي."

له بلې خوا د جمعې په ورځ په ژینو کې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په کتنه کې د اوکراین د وضعیت په هکله ډیر کم پرمختګ شوی، د جمعې د ورځې په خبرو کې دواړو لوریو یواځې د خبرو د دوام ژمنه وکړه.

انټوني بلینکن او سرګي لاوروف د یو نیم ساعت لپاره خبرې وکړې، خو دواړه چارواکي له خپلومهمو غوښتنو تیر نشول.

د اوکراین په سره جنجال هغه وخت زور واخیست چې لویدیځ ،روسیه د اوکراین له پولې سره د سلو زرو ځواکونو په راټولولو او په اوکراین باندې د یوه لوی برید لپاره په چمتوالي تورنوي.

کریملین د ډسمبر په میاشتې کې د ناټو له تړون څخه وغوښتل چې اوکراین ته غړیتوب ورنکړي او د ختیځې اروپا له هیوادونو خپل عسکر په شا کړي.

د امریکا په مشرۍ دغه تړون دغه غوښتنې رد کړېدي او وايي چې د تړون له اساسي معیارونو سره په تضاد کې دي.

ناټو د اوس لپاره په پام کې لري چې له روسیې سره د ترینګلتیا په زیاتېدو په رومانیا او بلغاریا کې خپل موجود ځواکونه نور هم تقویه کړي.

همدا اوس د ۱۰۰۰ په شاوخواکې امریکايي عسکر په رومانیا کې میشت دي، او دغه هیواد د پنجشنبې په ورځ وویل چې د نورو امریکایي او فرانسوي ځواکونو د ورتګ هرکلی هم کوي.

رومانیا او بلغاریا دواړو د روسیې دغه غوښتنې د " نه منلو" وړ بللي دي.

په همدې تړاو ، د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۱ ( سلواغې ۱) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر بایډن به د شنبې یا یکشنبې په ورځ د خپل ملي امنیت له ټیم سره د اوکراین د وضعیت په هکله خبرې وکړي، هغې وویل که چیرې روسیه په اوکراین لوی برید وکړي ، د ناوړو پایلو مسئولیت به یې د دوی په غاړه وي. هغې وویل امریکا او متحدین یې اوس د خبرو دوام ته ترجیح ورکوي.

XS
SM
MD
LG