د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان په امریکا کې د جنسي زور زیاتي په تور نیول شوی 


یو افغان چې له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې امریکا ته تازه انتقال شوی دی، د یوې ښځې د جنسي زور زیاتي په تور محاکمه کېږي.

امریکايي رسنیو د دغه افغان نوم مطیع الله ښودلی او وايي چې دا پېښه د امریکا د ویسکانسن په ایالت کې شوې ده.

د دغه ایالت د واوسا د ماراتن ښار پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې مطیع الله په موټر کې دننه هغه ښځه په جنسي ډول ځورولې او کړولې ده چې د ښاغلي مطیع الله سره یې د هغه په مېشت کولو مرسته کوله.

پولیسو د دغې ښځې له شکایت وروسته تېره ورځ تورن کس ونیوه، خو اوس له زندان څخه په ضمانت خوشې شوی او ویل کیږي ‌چې په را روانو څو اونیو کې به یې محاکمه وي.

تر دې مخکې د طارق په نامه یو بل افغان هم د یوې ماشومې سره په جنسي‌ زور زیاتي‌ تورن شوی و. امریکایي سرتېرو ویلي وو چې دا کس یې لیدلی و چې د یوې درې کلنې ماشومې مخ ښکل کړی او بیا یې په تناسلې الې کې یې لاس وهلی دی.

دا کس له نیول کېدو وروسته ویلي وو چې په افغانستان کې خلک معمولآ ماشومان ښکلوي او لمس کوي او دا کوم غر اخلاقي کار ته دی. خو راپورونه وايي چې طارق له دغې ماشومې سره هېڅ اړیکه نلرله. ټاکل شوې چې د اپریل په ۲۶ نېټه محکمې د طارق په اړه پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG