د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د افغانستان د دولت د مشر په توګه د اشرف غني‌ نوم لېرې کړ 


ملګرو ملتونو د نړۍ د دولتونو د مشرانو د نومونو له لست څخه د افغانستان د مخکني‌ ولسمشر محمد اشرف غني نوم لېرې کړی دی.

په دغه لست کې چې د ملګرو ملتونو په ویبسایټ کې خپور شوی دی، د ښاغلي غني د مېرمنې رولا غني‌ نوم هم د افغانستان د «لومړۍ مېرمن» په توګه لېرې شوی دی.

خو بیا هم په لست کې د افغانستان نوم د «افغانستان جمهور رئیس» لیکل شوی دی.

همدغه راز له دغه لست څخه د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد حنیف اتمر نوم هم لېرې شوی دی. که څه هم دلته نصیر احمد فایق لا هم د افغانستان د شارژدافیر په توګه هلته کار کوی.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ په مقام باندې ناندرۍ روانې دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت دفتر څو ورځې مخکې وویل چې ولي نعیمي په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د چارو مسولیت او سرپرستي په غاړه اخیستې او د نصیر احمد فایق په ځای ټاکل شوی دی.

خو ښاغلي فایق بیا وروسته اعلان وکړ چې دی لا هم هلته د افغانستان استازی دی او دا ماموریت مخې ته وړي. هغه وویل چې ښاغلی اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نه پېژني او مکتوب یې رسمیت نلري.

څه موده مخکې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته خپل استازی معرفي کړ، خو دغه سازمان ونه مانه او د مخکني حکومت استازی یې په خپل حال پرېښوده.

ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ پورې د طالبانو په مخکنۍ دورې کې هم د هغوی حکومت په رسمیت نه پېژنده او دا مقام یې د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت ته سپارلی و.

XS
SM
MD
LG