د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: شاوخوا پنځه میلیونه افغانان په مخدره موادو روږدي دي


د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال وايي، په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه کسان په نشه يي توکو روږد دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

عبدالسلام حنفي د چهارشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) د ژغورنې نړیوالې کمېټې له مرستیالې میدلن سیدلر سره لیدنه کې ویلي، که چیري نړیواله ټولنه له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي، د طالبانو حکومت ژمن دی چې د مخدره موادو د کښت او کروندې مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په مخدره موادو د اخته کسانو د درملنې کمپاین پيل کړی دی.

یاد وزارت په تیره نومبر میاشت کې ویلي و چې په کابل کې د درملنې په موخه په زرګونه معتادین د درملنې مرکزونو ته انتقال کړي دي.

په افغانستان کې د مخدره مواد کر کیله

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد روانه اونۍ کندهار ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونو تر چمتو کېدو پورې به له هغوی سره ګزاره وکړي.

ښاغلي مجاهد ویلي و چې افغان بزګران له اقتصادي اړخه ځپل شوي او په خبره یې د هغوی لپاره د کوکنارو کښت د بدیل لپاره یې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ جلبولو هڅې پيل کړي دي.

هغه ویلي و: "موږ له نړیوالو سره خبرې کړي او لا هم تماسونه روان دي چې زموږ بزګران چې کوکنارو ته یې مخه کړې ده د فقر، جنګ او بدبختیو له وجې و.اوس باید له هغوی سره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري وشي چې هغوی د دغه کښت بدیل مثبت کښتونه وکري.له نړیوالو ادارو سره زموږ تماس روان دی له هغوی نه د همکارۍ امید سته ژمنې شوي دي."

د ملګرو ملتونو د مخدراتو او جرمونو پر ضد ادارې رپوټ ورکړی چې افغانستان په نړۍ کې د مخدراتو ستر تولیدونکی هیواد دی چې د نړۍ ۸۰فیصده اپین تولیدوي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې رپوټ ورکړی و چې د مخدراتو کښت، تولید او قاچاق د افغانستان د اقتصاد شاوخوا ۱۱ فیصده جوړوي.

په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ په وخت -۱۹۹۶-۲۰۰۱- لومړۍ افغانستان کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې په ۱۹۹۸ کال کې په افغانستان کې په شاوخوا ۴۱زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کیدل، خو پّ ۲۰۰۰ کال کې دا شمیره ۶۴زره هکتاره کښت ته ورسیدله.

په ۲۰۰۰ کال کې طالبانو د کوکنارو کښت بند کړ او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د ۲۰۰۱ کال د می په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نژدې صفر ته راټیټ شوی و.

XS
SM
MD
LG