د لاس رسي وړ اتصالات

د مقاومت جبهه: واکسین کوونکي‌ موږ نه دي‌وژلي، طالبان تبلیغات کوي 


په جلال اباد کې دا خلک د پولیو ضد د یوې کمپاین کونکې تابوت انتقالوي
په جلال اباد کې دا خلک د پولیو ضد د یوې کمپاین کونکې تابوت انتقالوي

د طالبانو حکومت چارواکي ادعا کوي چې د «مقاومت جبهې» دوه غړي یې د واکسین د کمپاین کوونکو د وژلو په تور نیولي دي، خو دا جبهه وايي د دوی غړو داسې کوم کار نه دی کړی.

ملګري ملتونو د‌ فبرورۍ په ۲۴ (سلواغه ۵) وویل چې د ګوزڼ ضد د کمپاین څلور کارکوونکي يې د کندز په مرکز او درې نور یې د امام صیب په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.همدغه راز بل کمپاین کوونکی په مرکز تالقانو کې وژل شوی دی.

په کندز کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبیدالله عبید تازه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی په دې اړه دوه تورن کسان نیولي او هغوی په خپل جرم اعتراف کړی. دی وايي چې دغو کسانو ورته ویلي چې د «مقاومت جبهې» کې یې د خپلو مشرانو په لارښوونه دا کار کړی دی.

ښاغلي عبید همدغه راز ویلي‌ دي چې نیول شوي ‌کسان وايي چې د دغه کار په بدل کې ورته پېسې هم ورکړل شوي‌ دي. خو د «مقاومت جبهې» ویاند علي نظري دا څرګندونې رد کړې او دا یې د طالبانو پروپاګند بللی دی. نوموړي وايي چې د دوی ډله دا برید غندلی او زیاتوي چې دا د « دوی قوي باور دی چې دا طالبانو او یا د هغوی د کوم ترهګر شریک» دا کار دی.

د «مقاومت جبهه» یوازینۍ ډله ده چې دا مهال په افغانستان د طالبانو په ضد یې جکړه اعلان کړې ده. د دغې ډلې اکثریت غړي په پنجشیر کې دي.

ملګرو ملتونو په کندز او تخار کې د ګوزڼ ضد کمپاین د کارکوونکو وژل په کلکه غندلي وو او له دغو پېښو وروسته یې په دغو ولایتونو کې یې د پولیو ضد کمپاینونه وځنډول.

د ملګرو ملتونو په اعلامیې کې راغلي وو: «دا بې منطقه خشونت باید سمدستې ودرول شي او هغوی چې مسئول دې باید ترې پلټنې وشي‌ او محاکمې ته راکش کړل شي. دا بریدونه د نړیوالو قوانینو په ضد دي.»

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د پولیو د واکسین په کمپاین کوونکو بریدونه کېږي او وژل کېږي. ملګري‌ ملتونه وايي تېرکال هم د پولیو ضد کمپاین نهه کار کوونکي وژل شوي ‌وو. خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د ګوزڼ ضد کمپاین کوونکو وژل د خپل ډول لومړۍ پېښه وه.

طالبانو ویلي دي‌ چې غواړي د ګوزڼ په مخنیوي کې د ملګرو ملتونو سر ګډ کار وکړي. دا مهال افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه بلل کېږي چې لا هم په کې ماشومان د ګوزڼ په پولیو اخته کېږي.

XS
SM
MD
LG